د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوي شهاب الدین ثاقب استانبول ته د خپل سفر
۱۴۰۵ لیندۍ ۷

جمعه،16 جمادیالآخر 1448 / 6 قوس 1405
د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوي شهاب الدین ثاقب استانبول ته د خپل سفر په ترڅ کې د ترکیې مېشتو یو شمېر افغان سوداګرو او پانګه والو او همدارنګه د ۲۰۲۶ کال د استانبول د حلال نندارتون کې له ګډونوالو سوداګرو سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال د سوداګرۍ او پانګونې فرصتونه د افغانستان د اسلامي امارت حمایوي پالیسۍ او اسانتیاوې او د صنعت سوداګرۍ ترانزیټ او پانګونې په برخو کې د حکومت لاسته راوړنې تشریح کړې او هغوی یې هېواد ته بېرته راستنېدو په افغانستان کې پانګونې او د هېواد د تولیدي محصولاتو په بهرنیو بازارونو کې ورپېژندلو او ترویج ته وهڅول. همدارنګه په استانبول کې د افغانستان جنرال قونسل د امنیت اقتصاد محوره پالیسیو او د خصوصي سکټور د ملاتړ په اړه ډاډ ورکړ.
افغان سوداګرو او پانګه والو د برابر شوي ملاتړ او اسانتیاوو له امله مننه وکړه او په افغانستان کې د شته فرصتونو د ارزونې د سوداګرۍ د پراختیا او پانګونې په برخه کې یې خپله لېوالتیا څرګنده کړه.