د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر د کینیا د کانونو له وزیر سره لیدنه وکړه

د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي الحاج نورالدین عزیزي د تانزانیا د پانګونې د اووم کنفرانس

۱۴۰۵ لړم ۳۰

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر د کینیا د کانونو له وزیر سره لیدنه وکړه

شنبه، 10 جمادی‌الثانی 1448 / 30 عقرب 1405

د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي الحاج نورالدین عزیزي د تانزانیا د پانګونې د اووم کنفرانس په څنډه کې د کینیا جمهوریت د کانونو له وزیر ښاغلي حسن‌علي جوه، سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.

په دې لیدنه کې دواړو لورو د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا د پانګونې پر فرصتونو د کانونو په بېلابېلو برخو کې د همکاریو په ځانګړي ډول د معدني محصولاتو د پروسس او صادراتو د کرنیزو او صنعتي تولیداتو او د دواړو هېوادونو په بازارونو کې د افغانستان او کینیا د محصولاتو د حضور لپاره د زمینې برابرولو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر د هېواد تولیدي او صنعتي ظرفیتونو ته په اشارې د سوداګریزو راکړو ورکړو پر زیاتوالي له کینیا څخه د چای او قهوې ترڅنګ د نورو محصولاتو پر واردولو او د متقابلو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.

د کینیا د کانونو وزیر هم د همکاریو د پراختیا هرکلی وکړ او د کینیا د تولیدي محصولاتو لپاره یې د افغانستان د بازار پر ظرفیت او د سیمه ییزې سوداګرۍ د پراختیا لپاره یې د دغه هېواد د ترانزیټي او لوژستیکي موقعیت پر کارولو ټینګار وکړ.

په پای کې دواړو لورو د ګډو نندارتونونو پر جوړولو او د بحث شویو موضوعاتو د تعقیب او عملي کولو په موخه د یوې ګډې کاري ډلې د جوړولو لپاره د یوه تفاهم لیک پر ترتیب او لاسلیک هوکړه وکړه. ټاکل شوې ده چې د دغه تفاهم لیک مسوده د کینیا له لوري چمتو او د ارزونې او نظر څرګندولو په موخه له افغانستان سره شریکه شي.