د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، مولوي احمدالله زاهد، د امام ابوحنیفه (رحمهالله) د پنځم نړیوال نندارتون د اختتامیه مراسمو
۱۴۰۵ تله ۲۲

سهشنبه، 1 جمادی الثانی 1448 / 21 میزان 1405
د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، مولوي احمدالله زاهد، د امام ابوحنیفه (رحمهالله) د پنځم نړیوال نندارتون د اختتامیه مراسمو پر مهال وویل، چې افغانستان له بشپړ امنیت څخه برخمن دی او په تېرو پنځو کلونو کې افغانانو ثابته کړه چې د خپل هېواد د ابادۍ او اقتصادي پرمختګ لپاره په خپل مټ کار کولای شي.
نوموړي زیاته کړه، چې د اسلامي امارت په تېرو پنځو کلونو کې د صنعت په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي، مخکې د فابریکوشمېر شاوخوا درې زره وو خو اوس دا ارقام له شپږ زرو څخه اوښتي دي او همدارنګه د فابریکو د تولیدي ظرفیت او د محصولاتو د کیفیت د لوړولو بهیر هم دوام لري.
ښاغلي زاهد د ملي سوداګرو او صنعتکارانو هڅې وستایلې او له کورنیو او بهرنیو پانګوالو یې وغوښتل، چې د افغانستان د صنعت په برخه کې پانګونه وکړي. هغه ډاډ ورکړ، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت به د پانګوالو د ملاتړ او د اړینو اسانتیاوو د برابرولو لپاره هڅې ګړندۍ کړي.
نوموړي په پای کې د نندارتون له ټولو ګډونوالو او تنظیموونکو څخه مننه وکړه او د کورنیو تولیداتو د ودې او د صنعت د پیاوړتیا لپاره یې د دا ډول نندارتونونو پر ارزښت ټینګار وکړ.