د عوایدو راټولولو د مبدأ سندونو وېش او د انوایسونو ثبتولو میکانېزم د بورډ څلورمه غونډه د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي الحاج نورالدین
۱۴۰۵ تله ۲۷

یکشنبه، 6 جمادی الاول 1448 / 26 میزان 1405
د عوایدو راټولولو د مبدأ سندونو وېش او د انوایسونو ثبتولو میکانېزم د بورډ څلورمه غونډه د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي الحاج نورالدین عزیزي په مشرۍ او د عوایدو راټولولو د مبدأ سندونو وېش او د انوایسونو ثبتولو مرکز د مسؤل ښاغلي مولوي خانمحمد او د سکتوري خونو د استازو په ګډون ترسره شوه.
د غونډې په پیل کې د عوایدو راټولولو د مبدأ سندونو وېش او د انوایسونو ثبتولو مرکز مسؤل ښاغلي مولوي خانمحمد د دغه مرکز د کړنو او فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او په ولایتونو کې یې د عوایدو راټولولو مرکزونو په اړه خپل نظرونه شریک کړل.
ورپسې په ولایتونو کې د عوایدو راټولولو مرکزونو د جوړولو په مرکز کې د عوایدو راټولولو مرکز لپاره د پنځو کارکوونکو د ګومارلو او د عوایدو راټولولو د میکانېزم د تطبیق په موخه د افغانستان اسلامي امارت د ریاستالوزراء د ښاغلي مقام د ۴۳۴۳ شمېرې حکم د پلي کېدو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي الحاج نورالدین عزیزي د عوایدو پر شفاف راټولولو د مبدأ سندونو پر وېش او د انوایسونو پر ثبتولو د ټینګار ترڅنګ وویل چې سکتوري خونې دغه وزارت ته ډېر اهمیت لري او د دغو خونو ترمنځ د یووالي او همغږۍ ساتل اړین دي.