د حلال د ۱۲م نړیوال کنفرانس کې د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال ګډون او وینا

د حلال ۱۲م نړیوال کنفرانس او د ۲۰۲۶ کال د حلال نندارتون د ترکیې په استانبول ښار کې د بېلابېلو هېوادونو د دولتي استازو چارواکو نړیوالو

۱۴۰۵ لیندۍ ۵

د حلال د ۱۲م نړیوال کنفرانس کې د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال ګډون او وینا

چهارشنبه، 14 جمادی‌الآخر 1448 / 4 قوس 1405

د حلال ۱۲م نړیوال کنفرانس او د ۲۰۲۶ کال د حلال نندارتون د ترکیې په استانبول ښار کې د بېلابېلو هېوادونو د دولتي استازو چارواکو نړیوالو سازمانونو سوداګرو او پانګوالو په ګډون جوړ شو.

په دې کنفرانس کې د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوي شهاب‌الدین ثاقب، هم ګډون او وینا وکړه. نوموړي د حلال صنعت پر اهمیت د اسلامي هېوادونو د اقتصادي ودې د یوه مهم ظرفیت په توګه د سوداګرۍ او معیاري تولیداتو په پراختیا کې د دغه صنعت پر رول او د حلالو صنایعو د پراختیا د تجربو د تبادلې او ګډو پانګونو په برخو کې د اسلامي هېوادونو ترمنځ د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

د یادونې وړ ده چې په دغه کنفرانس کې د نړۍ له ۲۵ هېوادونو څخه ۲۲۵ شرکتونو ګډون کړی و او د حلال صنعت د بېلابېلو برخو لکه خوراکي توکو درملو سینګار توکو او نساجۍ استازي پکې راټول شوي وو. دغه کنفرانس د حلال اقتصاد د پراختیا د تجربو د تبادلې او د هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو همکاریو د پراختیا لپاره یو له مهمو نړیوالو فرصتونو څخه ګڼل کېږي.