د هند د پنځه څلوېښتم نړیوال نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغان پلاوي او ډیپلوماتیکو چارواکو ګډون

د هند د پنځه څلوېښتم نړیوال نندارتون (ITPO) د پرانیستې په مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ

۱۴۰۵ لړم ۲۶

د هند د پنځه څلوېښتم نړیوال نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغان پلاوي او ډیپلوماتیکو چارواکو ګډون

یکشنبه، 4 جمادی‌الثانی 1448 / 24 عقرب 1405

د هند د پنځه څلوېښتم نړیوال نندارتون (ITPO) د پرانیستې په مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ تللي پلاوي او په هند کې د افغانستان سفیر ښاغلي مفتي نور احمد نور ګډون وکړ.

د نندارتون د پرانیستې په څنډه کې ښاغلي زاهد د هند د سوداګرۍ له وزیر  پیوش ګویال سره لیدنه وکړه. په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا او د افغانستان د تولیداتو پر معرفي کولو خبرې وشوې.

همدارنګه ښاغلي زاهد په یاد نندارتون کې د افغان سوداګرو له ۶۸ غرفو څخه لیدنه وکړه. په دغو غرفو کې وچې مېوې افغاني غالۍ او بانکي خدمتونه نندارې ته وړاندې شوي وو.

نوموړي د غرفو له مسؤلینو او استازو سره د لیدنې پر مهال د هغوی د فعالیتونو او نندارې ته د وړاندې شویو توکو ستاینه وکړه او د افغان سوداګرو هڅې یې وستایلې.

د یادونې وړ ده چې افغان غرفه لرونکو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د بهرنیو چارو وزارت او په هند کې د افغانستان له سفارت څخه د هڅو او همغږۍ له امله مننه وکړه او د افغان سوداګرو د ګډون او د هېواد د تولیداتو د معرفي کولو په برخه کې یې د یادو ادارو رول مهم وباله.