د خصوصي سکتور د ملاتړ صندوق د رهبرۍ کمېټې غونډه ترسره شوه

د خصوصي سکتور د ملاتړ صندوق د رهبرۍ کمېټې نهمه غونډه د صنعت او سوداګرۍ وزیر او د یادې کمېټې رئیس

۱۴۰۵ تله ۲۷

د خصوصي سکتور د ملاتړ صندوق د رهبرۍ کمېټې غونډه ترسره شوه

یکشنبه، 6 جمادی الاول 1448 / 26 میزان 1405

د خصوصي سکتور د ملاتړ صندوق د رهبرۍ کمېټې نهمه غونډه د صنعت او سوداګرۍ وزیر او د یادې کمېټې رئیس محترم الحاج نورالدین عزیزي په مشرۍ او د کمېټې د غړو په ګډون ترسره شوه.

د غونډې په پیل کې د خصوصي سکتور د ملاتړ صندوق د عملیاتي ټیم غړو د هغو پروژو د کار د پرمختګ راپورونه وړاندې کړل چې تر دې وړاندې یې په اړه پرېکړې شوې وې او د تعقیب او پلي کولو په موخه عملیاتي ټیم ته سپارل شوې وې

ورپسې د صندوق د رهبرۍ کمېټې غړو د ۱۱ وړاندیز شویو زیربنايي پروژو په اړه هر اړخیز بحث او د نظرونو تبادله وکړه چې ټاکل شوې ده د خصوصي سکتور د ملاتړ صندوق له لارې تمویل او پلي شي او په دې اړه یې لازمې پرېکړې وکړې.