د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري په بلخ کې د امام شقیق بلخي (رح) صنعتي ښارګوټی چې ٢٢ زره جریبه مساحت لري پرانیستل شو

د یاد صنعتي ښارګوټي ډبره د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال الحاج ملا برادر آخند له لوري کېښودل شوه په داسي

۱۴۰۵ وږی ۲۸

د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري په بلخ کې د امام شقیق بلخي (رح) صنعتي ښارګوټی چې ٢٢ زره جریبه مساحت لري پرانیستل شو

٢۷ سنبله ١۴٠۵

د یاد صنعتي ښارګوټي ډبره د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال الحاج ملا برادر آخند له لوري کېښودل شوه په داسي حال کې چې، د یو شمېر ادارو مسؤولینو، د بلخ ولایت د محلي ادارو مسئولینو، صنعتکارانو، ملي سوداګرو او علماء کرامو حضور در لود.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر آخند وویل، چې د هېواد اقتصادي پرمختګ د کورني تولید، پانګونې او د خصوصي سکټور د فعالې ونډې له پراختیا سره تړاو لري.

نوموړي د صنعتکارانو او پانګه‌والو پر ملاتړ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د تولیدي فعالیتونو پراختیا، د پانګونې لپاره د مناسب چاپېریال رامنځته کول او د کورنیو تولیداتو پیاوړتیا د اقتصادي ودې له مهمو اړتیاوو څخه دي.

ملا عبدالغني برادر آخند زیاته کړه، چې حکومت د صنعت او خصوصي سکټور د ملاتړ لپاره د اسانتیاوو برابرولو ته ژمن دی او له صنعتکارانو او پانګه‌والو یې وغوښتل چې په هېواد کې د تولید او پانګونې له فرصتونو څخه استفاده وکړي.

په یادو مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد له سوداګرو او پانګوالو غوښتنه و کړه چې د صنعت په برخه کې پانګونه و کړي او زیاته یې کړه چې په راتلونکې هفته کې به د امام شقیق بلخي صنعتي ښار ګوټي د توزیع چاري پیل کړي.

د یاد صنعتي ښارګوټي پرانیسته به په بلخ کې د صنعتي فعالیتونو د لا پراختیا، د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي او د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو لپاره زمینه برابره کړي.