پرون ماسپښین، د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د زمري په ۱۷مه، چې د ۱۴۴۸ هـ.ق کال د صفرالمظفر له ۲۴مې نېټې سره سمون خوري، د چارو ادارې
۱۴۰۵ زمری ۱۸

پرون ماسپښین، د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د زمري په ۱۷مه، چې د ۱۴۴۸ هـ.ق کال د صفرالمظفر له ۲۴مې نېټې سره سمون خوري، د چارو ادارې د ملکي خدمتونو انستیتیوت له لوري د صنعت او سوداګرۍ وزارت کې د روزنیزو اړتیاوو د ارزونې (نیازسنجۍ) پروګرام ترسره شو، په دغه غونډه کې د دغه وزارت مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي مولوي شهابالدین ثاقب او د یاد انستیتیوت رئیس، ښاغلي حافظ اسدالله هارون ګډون درلود.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي مولوي شهابالدین ثاقب په دې پروګرام کې وویل: د زدهکړې او تعلیم فضا موږ ته څرګندوي چې د خپلې دندې او هغو مسؤلیتونو په اړه چې زموږ پر غاړه دي، تر کومې کچې حاکمیت او پوهاوی لرو. نوموړي زیاته کړه چې د اخلاص ترڅنګ، د ظرفیت لوړول د یوې ادارې لپاره اړین دي او زدهکړه د شخص، ادارې او ټولنې په ګټه ده.
ورپسې د یاد انستیتیوت رئیس، ښاغلي حافظ اسدالله هارون خبرې وکړې او د ظرفیت لوړول یې یو له ګډو مسؤلیتونو څخه یاد کړ. نوموړي وویل، تمه ده چې په روزنیزو پروګرامونو کې د مسلکي وړتیا لوړولو د زده کړو لپاره مناسب کسان د ګډون لپاره ور وپېژندل شي. نوموړي ډاډ ورکړ چې درسي مواد د انستیتیوت د ښاغلو استادانو له لوري چمتو شوي او د هېواد د جیدو علماوو له خوا په کندهار کې بیاکتل شوي دي.
د پروګرام په پای کې د ملکي خدمتونو انستیتیوت له لوري د صنعت او سوداګرۍ وزارت روزنیزې اړتیاوې راټولې شوې.