د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي الحاج نورالدین عزیزي نن دوشنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال د عقرب
۱۴۰۵ لړم ۱۲

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي الحاج نورالدین عزیزي نن دوشنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال د عقرب میاشتې په ۱۱مه نېټه چې د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د جماديالاول له ۲۱مې نېټې سره سمون لري له ښاغلي الکساندر اوګورودنیکوف په افغانستان کې د بلاروس جمهوریت له غیرمقیم سفیر سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او اقتصادي همکاریو په اړه خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د ګډو نندارتونونو د جوړولو د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډ سوداګریز مرکز د رامنځته کولو په افغانستان کې د پانګونې د شته فرصتونو او افغان سوداګرو ته د ویزې د صادرولو په بهیر کې د اسانتیاوو د برابرولو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
په پای کې د بلاروس سفیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په برخه کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر د هڅو هرکلی وکړ او د دوه اړخیزو ناستو د جوړولو او د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره یې د خپل هېواد چمتووالی څرګند کړ.