د ترکیې د صنعت کارانو او سوداګرو له ټولنې (İGEAD) سره لیدنه

د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوي شهاب‌الدین ثاقب د استانبول د حلال د ۱۲م نړیوال کنفرانس او

۱۴۰۵ لیندۍ ۵

د ترکیې د صنعت کارانو او سوداګرو له ټولنې (İGEAD) سره لیدنه

چهارشنبه، 14 جمادی‌الآخر 1448 / 4 قوس 1405

د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوي شهاب‌الدین ثاقب د استانبول د حلال د ۱۲م نړیوال کنفرانس او د ۲۰۲۶ کال د حلال نندارتون په څنډه کې د ترکیې د صنعت کارانو او سوداګرو ټولنې (İGEAD) له رئیس او غړو سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د ترکیې لوري د ښه راغلاست ترڅنګ د یاد کنفرانس د جوړېدو موخه د اسلامي هېوادونو سره راټولول او د حلالو محصولاتو په برخه کې د ګډو همکاریو پیاوړتیا او د دوامدار اقتصادي پرمختګ لپاره د همکاریو پراختیا وبلله.

همدارنګه د افغانستان پلاوي د یادې ټولنې له بلنې او کوربه توب څخه د مننې ترڅنګ په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو پانګوالو ته د برابر شویو اسانتیاوو د امنیت د تأمین او له خصوصي سکټور څخه د دولت د ملاتړ په اړه معلومات وړاندې کړل او د ترکیې سوداګر او صنعت کاران یې د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي او صنعتي برخو کې پانګونې ته راوبلل.

همدارنګه په دې لیدنه کې د افغانستان د سوداګریزو فرصتونو د ورپېژندلو او افغانستان ته د ترکیې د سوداګریزو پلاوو د لېږلو په برخه کې د (İGEAD) ټولنې د هڅو قدرداني وشوه. دواړو لورو د سوداګریزو او پانګیزو اړیکو د پراختیا په موخه د همکاریو پر دوام د منظمو ناستو پر جوړولو او د هوکړو پر تعقیب ټینګار وکړ.