د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو دویم نندارتون پرانیستل شو

تالقان، د ۱۴۰۵ کال د زمري ۱۵مه – د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو دویم نندارتون

۱۴۰۵ زمری ۱۷

د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو دویم نندارتون پرانیستل شو

تالقان، د ۱۴۰۵ کال د زمري ۱۵مه – د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو دویم نندارتون د تخار ولایت د مرستیال والي محترم مولوي حمیدالله ارشاد، د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ رئیس مفتي عبدالرحمن غزنوي، د دولتي ادارو د یو شمېر مسؤلینو، صنعتکارانو، سوداګرو، قومي مخورو او د تخار ولایت د اوسېدونکو په ګډون کې پرانیستل شو.

په دې مراسمو کې ویناوالو د کورنیو تولیداتو پر ملاتړ، د صنعت پر پراختیا، د پانګونې پر جذب او د تولیدوونکو لپاره د بازارموندنې د فرصتونو پر برابرولو ټینګار وکړ.

په دغه نندارتون کې د څو ولایتونو لسګونو تولیدي او صنعتي شرکتونو خپل محصولات او تولیدات په بېلابېلو سکتورونو کې په ۵۰ غرفو کې د درې ورځو لپاره نندارې ته وړاندې کړي دي.