د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري د بغلان ولایت په مرکز کې د ۱۶۰۰ جریبه مساحت لرونکي «امام قتیبه بن سعید بغلاني رحمه الله» صنعتي
۱۴۰۵ وږی ۲۸

٢۶ سنبله ١۴٠۵
د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري د بغلان ولایت په مرکز کې د ۱۶۰۰ جریبه مساحت لرونکي «امام قتیبه بن سعید بغلاني رحمه الله» صنعتي ښارګوټي د پرانیستې مراسم د رئیسالوزراء اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر آخند په حضور کې ترسره شول.
الحاج ملا عبدالغني برادر آخند په خپلو خبرو کې د هېواد د اقتصادي ودې او د کورني صنعت د پیاوړتیا لپاره د صنعتي ښارګوټو پراختیا مهمه وبلله او ویې ویل، چې د صنعت د ودې، کورني تولید د زیاتوالي او د پانګونې د زمینې د برابرولو لپاره د صنعتکارانو او پانګوالو ملاتړ ته ځانګړې پاملرنه کېږي.
نوموړي ټینګار وکړ چې د معیاري صنعتي ښارګوټو رامنځته کول کولی شي د صنعتکارانو او پانګوالو لپاره مناسب کاري چاپېریال برابر کړي، د تولید ظرفیت لوړ کړي او د هېواد د اقتصادي ځان بساینې په برخه کې اغېزمن تمام شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد د بغلان د صنعتي ښارګوټي پرانیسته د دغه ولایت د صنعتي ظرفیت د پراختیا په برخه کې مهم ګام وباله او څرګنده یې کړه چې د هېواد په ولایتونو کې د صنعتي زیربناوو پراختیا به د کورني تولید د پیاوړتیا، د وارداتو د کمښت او د صادراتو د زیاتوالي لپاره زمینه برابره کړي.
په یادو مراسمو کې د بغلان ولایت والي صاحب او د سیمه ییزو ادارو استازو، صنعتکارانو، سوداګرو او یو شمېر نورو مسؤولینو هم ګډون در لود.
د یاد صنعتي ښارګوټي په طرحه کې د بېلابېلو صنعتي فعالیتونو او د اړینو خدماتي او زیربنایي اسانتیاوو رامنځته کول شامل دي، چې په بشپړېدو سره به یې صنعتکارانو او پانګوالو ته د فعالیت زمینه لا پراخه شي.