په کندوز ولایت کې د عبدالرحمن بن سمرة رضي الله عنه په نوم د لس زره جریبه صنعتي ښارګوټي د پرانیستې مراسم ترسره شول

د دې صنعتي ښارګوټي پرانیسته د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر آخوند

۱۴۰۵ وږی ۲۸

په کندوز ولایت کې د عبدالرحمن بن سمرة رضي الله عنه  په نوم د لس زره جریبه صنعتي ښارګوټي د پرانیستې مراسم ترسره شول

٢۶ سنبله ١۴٠۵

د دې صنعتي ښارګوټي پرانیسته د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر آخوند په لاس و شوه.

په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد، د یو شمېر ولایتونو والي صاحبانو، د بېلابېلو ادارو لوړپوړو مسئولینو، د اطاقونو رهبري، صنعتکارانو، ملي سوداګرو او یو شمېر علماء کرامو ګډون در لود.

د کندوز صنعتي ښارګوټی د هېواد د صنعتي ودې، د پانګونې د زمینه‌ برابرولو، د تولیدي فعالیتونو د پراختیا او د صنعتکارانو لپاره د مناسبې صنعتي فضا د رامنځته کولو په برخه کې مهم رول لري.

د دغه صنعتي ښارګوټي په جوړېدو سره به صنعتکارانو او پانګه‌ والو ته د فعالیت لپاره منظم چاپېریال برابر شي، تولیدي ظرفیتونه به پراخ شي، د کورنیو تولیداتو د ودې زمینه به لا زیاته شي او د خلکو لپاره به د کاري فرصتونو په رامنځته کېدو کې مرسته وکړي.

د کندوز صنعتي ښارګوټي پرانیسته د هېواد د صنعتي بنسټونو د پیاوړتیا او د متوازن اقتصادي پرمختګ په لور یو مهم ګام بلل کېږي.