دصنعت او سوداګرۍ وزير لخوادکندهار ولایت د شوراندم صنعتی پارک روغتیایی کلینیک پرانيسته
شنبه دغوايي ۴ مه ۱۴۰۰
په کندهار ولایت کې د شوراند صنعتي پارک روغتیایی کلینیک د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني په شتون کې پرانيستل شو.
دغه روغتیایی کلینیک د کندهار ښار په شور اندام صنعتي پارک کې د یوه سیمه ییز شرکت لخوا د لازمو تجهیزاتو او تاسیساتو سره په یوه پوړ او شپږ خونو کې د درې ملیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی دی.
ښاغلي غوریاني د کلینیک د پرانستلو په مراسمو کې ټینګار وکړ چې حکومت به په افغانستان کې د صنعت دودې , پانګونې او پراختيا په موخه ټولې اسانتیاوې برابرې کړي.
د پرانيتې په يادو مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني ، په ولسي جرګه کې د کندهار دخلکو استازو ، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړو او یو شمیر دولتي چارواکو برخه اخیستې وه.