دعامې روغتیا وزارت له سرپرست سره دصنعت او سوداګرۍ وزیر لیدنه

reza_admin
شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۵ - ۱۰:۱۴
دعامې روغتیا وزارت له سرپرست سره دصنعت او سوداګرۍ وزیر لیدنه

سه‌شنبه: دغبرګولي ۱۱مه ۱۴۰۰

دافغانستان داسلامي جمهوریت دصنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني دعامې روغتیا وزارت له سرپرست ښاغلي ډاکټر وحید مجروح سره دخپل کار په دفتر کې وکتل او په دغه کتنه کې یې دکرونا ویروس ددریمې څپې په وړاندې دمبارزې په څرنګوالي بحث وکړ.

په دې غونډه کې  ، د صنعت او سوداګرۍ وزیرښاغلي  نثار احمد غوریاني وویل چې وزارت او خصوصي سکتور چمتو دی ترڅو د عامې روغتیا له وزارت سره په هیواد کې د کورونا ویروس د دریمې څپې په وړاندې مبارزه کې همکاري وکړي.

ښاغلي غوریاني همدارنګه زیاته کړه چې ده دسوداګریزو خونو او بیلابیلو سکتورونو له استازو،  فدراسیونونو له مسولینو ، په ځانګړي ډول د اکسیجن ، روغتیا ساتنې ، برخې له صنعتکارانو سره خبرې کړي  او  د عامې روغتیا له وزارت سره یې دهمکارۍ په څرنګوالي ورسره بحث شوی.

دعامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر وحید مجروح په هیواد کې د کورونا ویروس د دریمې څپې په وړاندې مبارزه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له چمتووالي څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه  چې له دې ویروس سره مبارزه همکارۍ ته اړتیا لري او پکار ده چې دولتي نهادونه ، خصوصي سکتور اودهېواد  ټول اتباع یې په وړاندې مبارزې ته مټې راونغاړي

د غونډې په پای کې ، دواړو لورو د کرونا ویروس د دریمې څپې پروړاندې په مبارزه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ، د عامې روغتیا وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ پر ګډې همکارۍ ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۸ - ۹:۲۱
Background image

پرترانسپورتي وسایطودفیس ټاکلو په اړه د خصوصي سکتور سره د مشورتي ناسته

هیواد ته په موقت ډول د دترانسپورتي  وسایطو داخلیدو پر سند دفیس ټاکلو په اړه د خصوصي سکتور سره د مشورتي ناسته دصنعت او سوداګري وزیر ښاغلي نثار احمد غوریانې په مشرۍ د افغانستان

دوشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۸ - ۹:۱۳
Background image

په بلخ ولایت کې د صادراتي محصولاتو داسنا پروسو دبهیر واحد مرکز پرانستل

دبلخ ولایت د صنعت او سوداګرۍ په ریاست کې یاد واحد مرکز د دولتي چارواکو،دبلخ والي ښاغلي محمد فرهاد عظیمي ،دخصوصي سکتور استازو او د هیواد د تولیداتو د صادرونکو سوداګرو په شتون کې پرانستل. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۷ - ۹:۲۰
Background image

د نړیوال  ترانسپورت له مشر سره د صنعت او سوداګرۍ مرستیال لیدنه

 د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعت او سوداګریزو چارو  مرستیال ښاغلي محمد سلیمان بن شاه او په نړیوال سوداګریز سازمان کې د افغانستان سفیر او دایمي استازي سیدرامین زیوري د یاد سازمان

BACK TO NEWS