دچک جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سره لیدنه
چهارشنبه :د غبرګولي۲۶مه ۱۴۰۰
د صنعت او سوداګرۍ وزیرښاغلی نثار احمد غوریاني چې ،د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د افغانستان - چک او سلواکیا هیوادونو د سوداګرۍ او پانګونې په لومړۍ ناسته کې د ګډون لپاره ،د چک جمهوریت پراګ ته په سفر بوخت دی ،د سفر په دریمه ورځ يې، د چک جمهوریت د بهرنیو چارو له وزیرښاغلي یاکوب کولهانک سره وکتل.
په دې غونډه کې، ښاغلي نثار احمد غوریاني او ورسره مل پلاوي د ښاغلي کولهانک سره په چک جمهوریت کې دپانګونې او سوداګریزو اړیکو د پراخوالي، د دوه اړخیزې سوداګرۍ پر، پراختیا ،د ویزو پراسانتیا واو د کابل - پراګ تر منځ د مستقیم هوایی دهلیز پر جوړولو خبرې وکړې.
یاد پلاوي د ښاغلي غوریاني په مشرۍ،د کانونو او پطرولیم وزیرښاغلي محمد هارون چخانسوري ،د ملي تدارکاتو رییس محمد کبیر عیسی خیل ،د ولسمشرۍ د چارو د دفتر د پانګونې اسانتیاوي واحد رییس عطاء الله نصیب او د کرنې ، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت معین څخه جوړ دي،چې د پراګ په دري ورځینیو ناستو کې ېې د افغانستان ،چک او سلواکیا هیوادونو، د حکومت او خصوصي سکتور استازوز سره د صنعت ، کرنې او کانونو برخو کې د سوداګرۍ ، او پانګوونې د پراختیا په هکله هر اړخیز بحثونه وکړل.
ددې ناستو په بهیر کې د یادو هیوادونودحکومت او خصوصي سکتور استازو لخوا دافغان پلاوي سره ژمنه وشوه، چې د صنعت ، کرنې او کان کیندنې په برخو کې به د سوداګریزۍ راکړي ورکړي او پانګوونې کچه لوړه کړی.