د باریکاب صنعتي - زراعتي پارک پروژې د ستونزو د حل په موخه دغونډې جوړېدل

reza_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۲ - ۱۱:۴
د باریکاب صنعتي - زراعتي پارک پروژې د ستونزو د حل په موخه دغونډې جوړېدل

 شنبه د وري ۲۸ مه  ۱۴۰۰

 دصنعت اوسوداګرۍ  وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني ، د کابل ولایت والي ، محمد يعقوب حیدري ، د پايتخت زون د پراختیا رییس نجیب الله شینواري ، د ښارجوړولو وزارت دځمکو او اراضۍ معین او دپروان ولايت اداري چارواکو د باریکا اب صنعتي - کرهنیز پارک پروژې د ټولنیزواو چاپیریالي ستونزو د حل په موخه غونډه وکړه.

 په دې غونډه کې ښاغلي نثار احمد غوریاني وویل چې د هیواد د صنعتي ودې لپاره د لازمو اسانتیاو د برابرولو په خاطر د صنعتي پارکونو په ځانګړي ډول د صنعتي - زراعتي پارکونو جوړول د دغه وزارت په لومړيتوبونوکې دی.

 ښاغلي غوریاني زیاته کړه چې د دولتي نهادونو او ځایی اوسیدونکو ترمینځ د  صنعتي - زراعتي پارک ډیری ستونزې حل شوي او پاتې ستونزې به د ځایی خلکو او دولتي ادارو په همکارۍ حل شي.

 د غونډې په پای کې ، د کابل والي ښاغلي محمد یعقوب حیدري د قره باغ ولسوال ته لارښوونه وکړه چې د پارک شاوخوا سیمو له خلکو سره د باریک آب صنعتي پارک ټولنیزې او چاپیریالي ستونزې وڅیړي او د حل لارې ومومي.

 دباريک آب صنعتي - کرهنیز پارک ، د کابل ولایت قره باغ ولسوالۍ کې موقعیت لري چې لومړی پړاو کار يې د نړیوال بانک په مالي او تخنیکي مرسته جوړ شوی وو او اوس د صنعت او سوداګرۍ وزارت هڅه کوي چې د يادپارک د ستونزو په حل کولو سره ددې پارک دوهم  پړاو کارپيل کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۰/۳/۱ - ۱۴:۱۸
Background image

د افغانستان د تولیدي صنایعو دنندارتون پرانیسته  د ځان بسیاینې په لور

د افغانستان د تولیدي صنایعو نندارتون د صنعت او سوداګرۍ وزیر نثار احمد غوریاني ، د افغانستان د سوداګرۍ خونو فدراسیون عمومي رییس ، د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رییس ، د صنعت او کانونو. . .

شنبه ۱۴۰۰/۳/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزیر د باختر فلورملز فابریکې څخه لیدنه

د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثاراحمد غوریانی په پلچرخي صنعتی پارک کې د باختر فلورملز فابریکې څخه لیدنه وکړه او د هغې د ستونزو د پیژندنې  اود فرصتونو په موخه يې د دې فابریکې مسئولینو. . .

شنبه ۱۴۰۰/۳/۱ - ۱۳:۵۹
Background image

د مقدس پریمنځونکو توکو د تولیدي فابریکې څخه دصنعت او سوداګرۍ وزیر لیدنه

د صنعت او سوداګرۍ وزیرښاغلي نثار احمد غوریاني د پل چرخي په صنعتي پارک کې د مقدس پریمنځونکو توکود تولیدي فابریکې څخه لیدنه وکړه او د یاد شرکت د مسولینو  سره یې د شرکت محصولاتو د ستونزو،. . .

BACK TO NEWS