د تیلو واردونکو سوداګرو سره مشورتي ناسته

reza_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۷/۲۲ - ۱۰:۵۶
د تیلو واردونکو سوداګرو سره مشورتي ناسته

چهارشنبه: دتلې ۲۱مه ۱۴۰۰  ۶ربیع‌الاول 1443

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیرښاغلي نورالدین عزیزي د کندهار ، فراه او نیمروز ولایتونود تیلو واردونکو سره دیاد وزارت د غونډو په تالار کې وکتل او د هیواد په  بازارونو کې يې د ټیټ کیفیت لرونکو تیلو په اړه خبرې وکړې.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وزیر وویل چې موږ د افغانستان خلکو پروړاندې مسؤل یو او موږ باید د واردولو او پیرلو پرمهال د هغو کیفیت ته خاصه  پاملرنه وکړو ترڅو ستونزې رامینځته نشي.

د تیلو واردوونکو سوداګر د ګاونډیو هیوادونو سره د تیلو په قرارداد کې د شته ستونزو په هکله خبرې وکړې او افغانستان د واردیدونکو تیلو په هکله يې خپل نظریات وړاندې کړل.

ښاغلي عزیزي،د تیلو پرکیفیت، چاپیریال ساتنې او د هیوادوالو روغتیا ته په پام سره وویل چې د بي کیفتیه تیلو واردول  په هیڅ ډول د منلو وړ نه دې .

په پاي کې ښاغلي عزیزي له سوداګرو وغوښتل چې د خپلو قراردادونو په اړه معلومات  او د نفتی توکو د کیفیت ښه والي لپاره خپل وړاندیزونه له دوې سره شریک کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۳ - ۱۲:۵۰
Background image

د شوراندام له صنعتي پارک څخه لیدنه

د صنعت او سوداګرۍ  وزارت مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د شوراندام صنعتي پارک څخه لیدنه وکړه.

پنجشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۳ - ۱۱:۴۰
Background image

د وچې مېوې له سوداګرو سره غونډه 

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین  ښاغلي مولوي قدرت الله جمال د وچې مېوې له سوداګرو سره وکتل.

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۵/۱۱ - ۱۴:۲۱
Background image

د سوداګري وزارت مرستیال د کندهار له والي سره وکتل

د صنعت او سوداګري وزارت مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د کندهار ولایت له والي ښاغلي حاجي یوسف وفا سره وکتل.

BACK TO NEWS