د صنعت او سوداګرۍ وزارت رهبري سره د جمهوررئیس ناسته

reza_admin
شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۵ - ۱۰:۳۶
د صنعت او سوداګرۍ وزارت رهبري سره د جمهوررئیس ناسته

سه‌شنبه: دغبرګولي ۱۱مه ۱۴۰۰

جمهوررئیس محمد اشرف غني نن مازدیګر د صنعت او سوداګرۍ وزارت رهبري پلاوي او د سکتوري ادارو مسوولینو سره په ناسته کې، د دوی د کړنو او فعالیتونو راپور واورېد.

په پیل کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر او د سکتوري ادارو مسوولینو د خپلو چارو او فعالیتونو راپور له جمهوررئیس سره شریک کړ.

جمهوررئیس غني د یاد راپور له اورېدو وروسته وویل، موږ د اسیا په کلیدي نقطه کې چې نفوس یې ۳،۵ میلیارد تنه دی ژوند کوو او د بازار موضوع زموږ لپاره مهمه ده.

جمهوررئیس زیاته کړه، له صنایعو او صادراتو ملاتړ او محصولاتو په ځانګړي ډول کرنیزو توکو ته بازار موندنه ډېره مهم ده.

هغه څرګنده کړه، صنعت او سوداګرۍ وزارت دې د صنعتي او سوداګریز لید او د صادراتو د بنسټزو موخو پر بنسټ له صنایعو د ملاتړ ترڅنګ، د افغانستان تولیدات د نړۍ بېلابېلو برخو لکه چین، ایران، مرکزي اسیا او ټولو هیوادونو ته ورسوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۸ - ۹:۲۱
Background image

پرترانسپورتي وسایطودفیس ټاکلو په اړه د خصوصي سکتور سره د مشورتي ناسته

هیواد ته په موقت ډول د دترانسپورتي  وسایطو داخلیدو پر سند دفیس ټاکلو په اړه د خصوصي سکتور سره د مشورتي ناسته دصنعت او سوداګري وزیر ښاغلي نثار احمد غوریانې په مشرۍ د افغانستان

دوشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۸ - ۹:۱۳
Background image

په بلخ ولایت کې د صادراتي محصولاتو داسنا پروسو دبهیر واحد مرکز پرانستل

دبلخ ولایت د صنعت او سوداګرۍ په ریاست کې یاد واحد مرکز د دولتي چارواکو،دبلخ والي ښاغلي محمد فرهاد عظیمي ،دخصوصي سکتور استازو او د هیواد د تولیداتو د صادرونکو سوداګرو په شتون کې پرانستل. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۷ - ۹:۲۰
Background image

د نړیوال  ترانسپورت له مشر سره د صنعت او سوداګرۍ مرستیال لیدنه

 د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعت او سوداګریزو چارو  مرستیال ښاغلي محمد سلیمان بن شاه او په نړیوال سوداګریز سازمان کې د افغانستان سفیر او دایمي استازي سیدرامین زیوري د یاد سازمان

BACK TO NEWS