د مخابراتو او معلوماتي ټكنالوژۍ له وزیر ښاغلي شهزاد آريوبي سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین لیدنه؛

superadmin
دوشنبه ۱۳۹۷/۱۰/۱۰ - ۱۱:۲۸
mo

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مالي او اداري معين محترم اجمل حمید عبدالرحیمزی د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي شهزاد آريوبی سره ولیدل.
ښاغلي اجمل عبدالرحيمزي په صنعت او سوداګرۍ وزارت کې د معلوماتي ټکنالوجۍ او الکټرونيکي حکومتدارۍ د سيسټمونو په جوړولو په اړه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د وزیر سره خبرې وکړې او په دې برخه کې يې د یاد وزارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت په پلان کې لري، د IT زېربناو، نوي ویب پاڼې، رسمي برېښنالیکونو، د GRP سيسټم عملي کولو او د مبایل له لارې د دولتي کارکوونکو د معاشاتو د ورکړې په برخه کې عملي ګامونه پورته کړي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تخنيکي ټيمونه به د هر اړخيزې ارزونې وروسته په يادو برخو کې لازم ګامونه پورته کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۵/۲۹ - ۹:۴۷
Background image

په تیرو۲۴ ساعتو او۵ پروازونوکې۲۴ ټنه سوداګریزتوکې دهوايي دهلیزونوله لاري لیږدول شوي.

چې زدرالو،دمیوي اوبه،انګور،اینجه اوغالۍ بحرین، ترکې، هند اواماراتو هیوادونوته صادرشوي.

پنجشنبه ۱۳۹۸/۵/۲۴ - ۱۲:۲۹
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین او سرپرست وزیر د یاد وزارت له کارکوونکو سره اختر مبارکي وکړه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین او سرپرست ښاغلي اجمل حمید عبدالرحمیزي د زمري میاشتې په ٢٣مه نېټه د یاد وزارت له همکارانو سره اختر مبارکي وکړه

پنجشنبه ۱۳۹۸/۵/۲۴ - ۱۲:۱۵
Background image

د لوي اختر په مناسبت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مشرتابه پیغام!

درنو هېوادوالو: د لوي اختر د رارسېدو مبارکي د افغانستان ټول متدین ولس او د دوی صبورو کورنیو ته د زړه له تله وایو

BACK TO NEWS