د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزیر سره د صنعت او سوداګرۍ وزیر لیدنه

reza_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۰ - ۸:۱۳
د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزیر سره د صنعت او سوداګرۍ وزیر لیدنه

یک‌شنبه:د غويی ۱۹مه ۱۴۰۰

د صنعت او سوداګرۍ  وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني د د مهاجرینو او بیرته راستنیدونکو چارو وزیر ښاغلي نور الرحمن اخلاقي سره په خپل دفتر کې وکتل او د دواړو وزارتونو  ترمنځ  د غالیو د صنعتي ښارګوټي په رخه کې د همکارۍ پر پراختیا خبرې وکړې.

ښاغلي نثاراحمد غوریاني د کډوالو او بیا راستنیدونکو چارو وزیر ته ښه راغلاست ترڅنګ وویل، دغه وزارت به د کډوالو اوبیا راستنیدونکو چارو وزارت سره په همغږۍ هیواد ته د پانګوالو د راستنیدو او په بیلابیلو سکتورونو کې د هغوی د پانګونې راجلبولو لپاره په ګډه کار پیل کړي.

 ښاغلي غوریاني زیاته کړه چې دغه وزارت د ښار جوړونې او ځمکو وزارت سره په همغږۍ کار کوي ترڅو د غالۍ - صنعتي - استوګنځیو ستونزې هوارې کړي ،هغه کډوالو او بیا راستنیدونکو ته د ځمکې ویشلو په هکله چې د غالیوپه اوبدولو  بوخت دي.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر ښاغلي نور الرحمن اخلاقي د صنعت ، سوداګرۍ او ترانزیت د ودې لپاره د صنعت او سوداګرۍ  د وزیر د هڅو هرکلی وکړ وویل چې دغه  وزارت په صنعتي ښارګوټو د بیرته راستنیدو وګړو او پانګوالو ته د ځمکې د ویش په هکله هر راز  همکارۍ ته چمتو دی .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۲ - ۸:۱۱
Background image

په افغانستان کې د قیمتي ډبروسکتور دسوداګرۍ دپرمختیا غونډه

په افغانستان کې د قیمتي ډبرو د سوداګرۍ د پراختیا کارې ډلې ناسته دصنعت او سوداګرۍ وزارت په مشرۍ ،د مالیې ، کانواو پټرولیم وزارتونو، د ACEBA پروژې او د قیمتي ډبرو د سکتور استازو په ګډون د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۹ - ۷:۵۱
Background image

دافغانستان لپاره داوکراین له سفیر سره لیدنه

دصنعت او سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي محمدسلیمان بن‌شاه د  په تاجکستان کې د اوکراین سفیر او افغانستان لپاره غیر مقیم سفیر ښاغلي واسیل سیرواتوک سره په خپل کاري دفتر کې وکتل،د افغانستان. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۸ - ۸:۲
Background image

په ننګرهار او بامیانو ولایتونو کې د بازارد وضعیت ارزونه

 د ننګرهار او باماینو ولایتونو کې د ټیټ کیفیت ، تاریخ تیرو او جعلي توکو د تولید، د مخنیوي کمیسیون د نرخونو کنټرول ، د ټیټ کیفیت لرونکي  او تاریخ تیروتوکو د پیژندنې په موخه د دغه ولایت د. . .

BACK TO NEWS