رهبری

دصنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر

 ښاغلي اجمل احمدي ژوند لیک

6D6A9890

ښاغلی اجمل احمدي په ۱۳۵۷ کال د غزني ښار په یوه دینداره کورنۍ کې نړۍ ته راغلی دی؛ خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې یې په غزني ښار او لوړې زده کړې یې له هیواده بهر بشپړې کړېدي.

احمدي د سوداګرۍ او ادارې په برخه کې د امریکا متحده ایالاتو له هارورد پوهنتون، د اقتصاد او عامه ادارې په برخه کې  له هارورد کنیدي پوهنتون د ماسترۍ سندونه ترلاسه کړي دی .

ښاغلي احمدي د پانګې اچونې په مدیریت، نړیوالو شرکتونو لکه: بونز الن هاملتن، نړیوال بانک، خصوصي سهم لرونکو شرکتونو ته په سلا ورکولو او د امریکا متحده ایالاتو په(US Treasury Department)  وزارت کې د اتو کالو لپاره  دندې ترسره کړیدي.

پر دې سربیره نوموړی د ملي وحدت حکومت په دوره کې څلور کاله د مالي او بانکي چاروکې د جمهوری  ریاست  مقام ستر سلاکار و او د ۱۳۹۷ کال د سلواغې په ۱۷ مه د جمهوری ریاست د مقام د حکم په اساس  د صنعت او سوداګرۍ وزارت  دسرپرست  وزیر په توګه وټاکل شو.