مشري
د نثار احمد فیضي غوریاني لنډه پيژندنه
د افغانستان داسلامي جمهوریت د صنعت او سوداګرۍ وزیر
نثاراحمد فیضي غوریاني د مرحوم حاجی فیض محمد غوریاني زوی په 1346 هجري لمریز کال کې د هرات ښار د پنځمې حوزې اړوند په نظري ګذرکې په يوه دينداره کورنۍ کې زیږیدلی دی.
لومړنۍ زده کړې يې د قرآن کریم او د دیني علومو اساساتو په تدریس سره پیل کړې او د دغه مقدس الهی کتاب په تلاوت اوځانګړتياووپوه شو.
په 1353 لمريز کال کی دلومړنيوزده کړولپاره ، دهرات ښوونځی ته شامل شو اودليسې دورې دبشپړېدو په موخه دمزارشریف دباختر لیسه کی شامل او دښوونځي دوره يې بشپړه کړه.
له ډيرو دندو او مسؤلیتونو سره سره ، هغه وکولی شول چې د ادارې او ډیپلوماسۍ په برخه کې د لسانس سند ترلاسه کړي.
د ځوانۍ له دورې څخه ، هغه له خپلو وروڼو سره د سوداګرۍ او بهرته د محصولاتود صادراتو په برخه کې کار وکړ.
په 1383 کال کې ، هغه د هرات په ښار کې دبريښنا دويش او سوداګرۍ په په برخه کې يو خصوصصي شرکت رامینځته کړيادشرکت د دې وړتیا درلوده چې هرات ولایت ته د سوداګرۍ ، کورني تولید او بریښنا رسولو په برخو کې ارزښتناکه خدمات وړاندې کړي ، او نوموړي وکولای شول چې دغه خدمات ګاونډیو ولايتونو او حتی پلازمینې ته يې هم وغځوي.
دسووداګرۍ په برخه کې د ښاغلي غورياني تجربه او په خصوصي سکتور کې د صنعت ودې او پرمختګ لپاره د هغه لیوالتیا د دې لامل شوه چې د بریښنایی محصولاتو تولید ، صادراتو او وارداتو ، ساختماني او هوټل مدیریت کې ډیری خصوصي شرکتونه رامینځته او اداره کړي.
د بریښنا دسوداګرۍ په برخه کې د هغه تجربه د دې لامل شوه چې د یو څه مودې لپاره د افغانستان د اسلامي جمهوریت داووبو اوبريښنا وزارت کې د ستر سلاکار په توګه کار وکړي.
ښاغلي نثار احمد غوریاني په هرات ولایت کې د خپلواک کاندید په توګه د افغانستان په پارلماني ټاکنو کې برخه واخیسته ، چې ويې کولی شول د افغانستان ولسي جرګې ته د هرات د خلکو د ټاکل شوي استازي په توګه ورشي او د خپلو خلکو د حقونوڅخه دفاع وکړي.
ښاغلي غورياني د یو څه مودې لپاره په پارلمان کې د دفاع او ځمکنۍ بشپړتیا په کميسيون کې د رییس او غړي په توګه دنده ترسره کړي
په 1398کال کې ، هغه د هیواد داجرايه رياست دسترسلاکار په توګه وټاکل شو او په دې برخه کې یې مهم پرمختګ وکړ او په دې سره د هغه د سوداګري ، سیاست او حقوقي تجربه لاپسې ډيره شوه.
الحاج نثار احمد فیضي غوریاني واده کړی او درې اولادونه لري ، "یو زوی او دوه لورګانې" چې لوستي او ژمن کسان دي. ښاغلی غورياني په دري او پښتو ملي ژبو او انګلیسي ژبو باندې بشپړ تسلط لري.