په بامیان او پکتیکا ولایتونو کې د بازار دوضعیت څارل
دوشنبه د غویی ۶ مه۱۴۰۰
په بامیان او پکتیکا ولایتونو کې د ټیټ کیفیت لرونکو، تاریخ تیرو،تقلبي توکو د تولید د مخنیوي کمیسیون د دې ولایاتو په بازارونو کې د ټیټ کیفیت لرونکو تاریخ تیرو او تقلبې توکو دپیژندلو لپاره د نرخونو د کنترول سروې ترسره کړه.
بامیان او پکتیکا ولایتونوکې د دې د کمیسیون د لیدنو په محال یو شمیرټیټ کیفیت لرونکي او تاریخ تیری توکي د یادو ولایتونو له بازارونو څخه راټول شول.
دا کمیسیون د صنعت او سوداګرۍ وزارت په مشرتابه دمستهلکینو د ملاتړ د قانون سره سم د لسو دولتي ادارو او خصوصي سکتورونو په غړیتوب سره رامنځته شوی دی چې په مرکز او ولایتو کې د خوراکې توکو د قیمتونو د کنترول،ټیټ کیفیت لرونکواو تاریخ تیرو موادو د څیړنې لپاره په منظم ډول فعالیت ترسره کوي.