په خوست ولایت کې دګاز لرونکو څښن توکو دتولید ډیروالی
چهارشنبه: د چنګاښ۲ مه ۱۴۰۰
په خوست ولایت کې د ګاز لرونکو مشروباتویو فابریکې خپل تولید ات ډیر کړي دي، دغه فابریکه چې دیاد ولایت په مرکز کې فعالیت کوي د۳۰۰زره امریکایي ډالروپه لومړنۍ پانګونې سره، هره ورځ شاوخوا ۳۰۰ کارتنه ګاز لرونکي مشروبات تولید او بازار ته وړاندې کوي.
د المسلم دګاز لرونکو مشروباتو تولیدي فابریکه چې د ۱۳۹۵کال راهیسې د دې ولایت په مرکز کې فعالیت کوي ، د یاد ولایت یو شمیر اوسیدونکو ته یې د کار زمینه هم برابره کړې ده.
د دې فابریکې چارواکي وايي چې د خوست په ټولو مارکیټونو کې د خپلو محصولاتو پر پلور سربیره دوی ګاونډیو ولایتونو ته هم خپل تولیدات استوي او زیاتوی هوډ لري چې خپل تولیدات ډیر او په راتلونکي کې یې نورو ولایتونو ته هم واستوي.