په کابل او هرات ولایتونو کې دصنعت اوسوداګرۍ وزارت لخوا د خوراکي توکو د نرخونو ارزونه

reza_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۲ - ۱۱:۱۷
په کابل او هرات ولایتونو کې دصنعت اوسوداګرۍ وزارت لخوا د خوراکي توکو د نرخونو ارزونه

 يک‌شنبه دوري ۲۹ مه ۱۴۰۰

 د دولتي ادارو او خصوصي سکتور په ګډون د تولید ، وارداتو او ټیټ کیفیت لرونکو او تيروخته خوراکي توکو د  مخنیوي کمیسیون چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت تر رهبرۍ لاندې فعالیت کوي د نرخونو د لوړوالي دلاملونو مموندلوپه موخه  په بازارونو کې د غوړيو, غنمواو  اوړو دنرخونه وارزول دغه پلاوي د کابل ښاروالۍ په نهمه ناحیه کې دهېواد والو دشکايتونو ته د رسيدنې په موخه تللي وو.

 د يادې ارزونې په بهير کې ، د دې کمیسیون غړو د اوړو او غنمو سوداګریزې اتحادیې مشرتابه او د خوراکي توکو د پلور له استازو سره وکتل او د اوړو او غوړيو د بیې کنټرول په اړه یې نظریات شريک کړل ترڅووکولای شي چې ددې ستونزې دحل لپاره اساسي حل ومومي

 د دې کمیسیون غړو د ماکروریانوله بازارونو څخه هم لیدنه وکړه او د بازار د کنټرول په جریان کې ، دوی یوه اندازه تيروخته خوراکي توکي راټول او ضبط کړل.

 په هرات ولایت کې د کمیسیون نماینده ګۍ هم د خوراکي توکو د بازار د وضعیت په اړه خپلې څیړنې پیل کړې او د بازار وضعیت یې وڅیړه.

 د ټیټ کیفیت او تيروخته خوراکي توکو د  مخنیوي کمیسیون ، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت تر رهبرۍ لاندې فعالیت کوي ، د مصرف کونکو د حقونود خوندي کولو په موخه د مصرفي توکو توکوله بازارونوڅخه  کتنې ترسره کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

BACK TO NEWS