د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د چارو ادارې د پانګونې له رئيس سره وکتل
دوشنبه ۲۹ رمضان المبارک ۱۴۴۵ / ۲۰ وری ۱۴۰۳
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست الحاج نورالدين عزيزي د چارو ادارې د پانګونې د اسانتيا له رئيس انجينر احمد ضيا خالد او مل پلاوی سره په خپل کاري دفتر کې وليدل.
په دې کتنه کې چې د صادراتو رئیس احسان الله فطرت هم موجود و، د کابل ولايت د صادراتو د پروسس زون د ځمکې د انتقال پروسې او د کار د پيل په تړاو بحث وشو.
الحاج نورالدين عزيزي د چارو ادارې د پانګونې د اسانتيا رياست د پانګونې په برخه کې هلې ځلې وستايلې او د لا ښې همغږۍ ژمنه یې وکړه.