د کالیو مینځلو مسؤلینو سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر لیدنه

anwar_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲ - ۹:۶
د کالیو مینځلو مسؤلینو سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر لیدنه

یکشنبه ۱۲ شوال المکرم ۱۴۴۵ / ۲ غویی ۱۴۰۳

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر ښاغلي قدرت الله جمال د کالیو مینځلو له مسؤلینو سره د لیدنې پر مهال د کالیو مینځلو د صنعت د ودې په برخه کې د دوۍ کړنې وستایلې.

د صنعت او سوداګرۍ مرستیال وزیر ښاغلي قدرت الله جمال د کالیو مینځلو د صنعت د پراخولو په موخه له دې صنعت څخه کلک ملاتړ څرګند کړ.

د کالیو مینځلو مسؤلینو اتحادیې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر ښاغلي قدرت الله جمال څخه مننه وکړه چې د هېواد د صنعت په برخه کې یې له دوۍ سره هر راز همکاري کړیده.

د غونډې په پای کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر ښاغلي قدرت الله جمال له سوداګرو څخه وغوښتل چې په افغانستان پانګونه وکړي او ډاډ یې ورکړ چې د پانګونې په ډګر کې هر اړخیزې اسانتیاوې شتون لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۱۰:۲۴
Background image

د یو بار مصرف کاغذي توکو صنعتکارانو سره لیدنه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر ښاغلي مولوي قدرت الله جمال د یو بار مصرف کاغذي توکو د مسؤلینو سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه وکړه.

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲ - ۹:۶
Background image

د کالیو مینځلو مسؤلینو سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر لیدنه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر ښاغلي قدرت الله جمال د کالیو مینځلو له مسؤلینو سره د لیدنې پر مهال د کالیو مینځلو د صنعت د ودې په برخه کې د دوۍ کړنې وستایلې

دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۱۱:۵۸
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د چارو ادارې د پانګونې له رئيس سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست الحاج نورالدين عزيزي د چارو ادارې د پانګونې د اسانتيا له رئيس انجينر احمد ضيا خالد او مل پلاوی سره په خپل کاري دفتر کې وليدل

BACK TO NEWS