کابل کې د بي بي خدیجه الکبری ملي او نړۍوال نندارتون جوړېږي

reza_admin
کابل کې د بي بي خدیجه الکبری ملي او نړۍوال نندارتون جوړېږي

په پام کې ده، چې د مور او ماشوم د ملاتړ د اونۍ په موخه د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې له خوا د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت او نورو اړوندو ادارو او بنسټونو په همکارۍ د بي بي خدیجه الکبری ملي او نړۍوال نندارتون جوړ شي.

ټاکل شوې چې یاد نندارتون د 1402 کال د عقرب له 23مې تر 29مې د افغانستان د ملي او نړۍوال نندارتون په مرکز کې د کابل ښار په چمن حضوري سيمه کې تنظیم شي.

د هېواد د محصولاتو او تولیداتو د بازار موندنې د دغه نندارتون موخه د ښځینه متشبثینو د ظرفیت لوړول، د ښځو د سوداګرۍ پیاوړتیا، د سیمه ییزو همکاریو پراختیا او د بې وزلو ښځو، بې ځایه شویو، یتیمانو او کارګرانو پیاوړتیا ده.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره له لاندې شمېرو سره اړیکه ونیسئ: ۰۷۸۵۶۹۷۶۵۱ - ۰۷۸۱۳۵۳۸۸۰

او بریښنالیک پتې: Info@asoaf.org – Info@awcci.org

Quick Links