افغانستان ته د چین هېواد د لومړنۍ مستقیمې محمولې را رسیدل

anwar_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۵:۵
افغانستان ته د چین هېواد د لومړنۍ مستقیمې محمولې را رسیدل

شنبه 21 جمادی الاول 1446 / 3 لینډی 1403

چین، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ته د  ا.ا. ا . د صنعت او سوداګرۍ وزارت  د سرپرست د پرله پسې سفرونو او هڅو په پایله کې د ریل ګاډي له لارې له چین هېواد ته د سوداګریزو توکیو لومړنۍ ټولګه را ورسیده.

دغه محموله چې ټول ۵۵ کانتینره دي له چین هېواد څخه بارګیري شوي دي او د قزاقستان او ازبکستان هېوادو له لارې نن غرمه د ۱۴۰۳ لمریز کال د لیندۍ ( قوس) يه درېمه د هېواد په شمال کې د مزارشریف ښار ته را ورسیده.

په هغه محفل کې چې له عمدې امله د بلخ ولایت په مرکز مزار ښار کې جوړ شوی و، د صتعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست او ورسره مل پلاوي ، د بلخ ولایت مرستیال، د بلخ ولایت د تجارت او پانګونې خونې رئیس او ځینو نورو چارواکو ګډون درلود.

د یادونې وړ ده چې دغه سوداګریزه محموله په ټولیز ډول په ۲۲ ورځو کې افغانستان ته را رسیدلې ده او ټاکل شوې ده چې د بېرته ستندو په لار کې د هېواد ځینې صادراتي توکي له ځان سره اړونده هېوادو ته ولېږدوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۸ - ۱۰:۱۱
Background image

مولوي احمدالله زاهد، د کابل ولایت د څرخي پله صنعتي پارک څخه لیدنه وکړه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، مولوي احمدالله زاهد، او ورسره مل پلاوي نن د شنبې په ورځ، د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د شعبان میاشتې په ۱۶مه نېټه، د کابل ولایت د څرخي پله صنعتي پارک څخه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۸ - ۱۰:۰
Background image

د صنعت او سوداگرۍ وزارت معین سره د هیواد یو شمیر د صنعت کارانو ناسته ترسره  شوه

په دې ناسته کې د صنعت کارانو د ستونزو په اړه خبرې اترې  ترسره  شوې. د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداگرۍ وزارت معین محترم مولوي احمدالله زاهد نن

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۳ - ۹:۲۳
Background image

په کابل کې د قزاقستان له سفیر سره د ا.ا.ا. د سوداګرۍ وزارت د سرپرست لیدنه

د ا.ا.ا. د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي، نن دوشنبه د سلواغې (دلوې) په ۲۲ مه نېټه، مازدیګر مهال په کابل کې د قزاقستان جمهوریت له سفیر

BACK TO NEWS