امنیتي ارګانونو  سره د همغږي ناسته ترسره شوه

reza_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۶/۱۵ - ۱۵:۳۹
امنیتي ارګانونو  سره د همغږي ناسته ترسره شوه

سه‌شنبه مورخ 9صفرالمظفر 1444/15سنبله 1401

د صنعت او سوداګري وزارت مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال په حضور کې د امنیتي ارګانونو له استازو سره د همغږي ناسته وشوه.

نوموړې ناسته نن غرمه مهال د ښاغلي جمال په کاري دفتر کې ترسره شوه چې پکې د وزارت اړوند ځینې مهم امنیتي موضوعات بحث شول. مرستیال وزیر د امنیتي ادارو سره د وزارت همغږي مهمه وبلله. په  وینا يې د سوداګري لپاره ډاډمن چاپېریال رامنځته کول د ښکېلو ادارو ګډه وجیبه ده. د امنیتي ارګانونو استازو د خپلو خبرو په ترڅ کې د سوداګریزو فعالیتونو لپاره د امنیت د لا ټينګښت ډاډ څرګند کړ. د ناستې په پای کې د سوداګري وزارت مرستیال ښاغلي جمال د پلاوي له راتګ مننه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

(BKMEA)   (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګله‌دېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۱:۶
Background image

په ډاکه کې د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره ناسته

تیره ورځ د بنګله‌دیش هیواد په پلازمینه ډاکه کې د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال او ورسره مل رسمي پلاوي او یو شمیر افغان سوداګرو

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲ - ۱۲:۱۲
Background image

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین د بنګله‌دېش هېواد د درملو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، مولوي احمدالله زاهد، او ورسره مل پلاوي د بنګله‌دېش هېواد په پلازمېنه ډاکه کې د درملو له دوو سترو او پېژندل شوو تولیدي فابریکو. . .

BACK TO NEWS