ایران ته د ا.ا. ا.د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال په سفر په کې د ترسره شویو هوکړو عملي کول

anwar_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۵ - ۱۰:۱۴
ایران ته د ا.ا. ا.د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال په سفر په کې د ترسره شویو هوکړو عملي کول

شنبه ۲ ربیع الثانی ۱۴۴۶ / ۱۴ تله ۱۴۰۳

د افغانستان او ایران د لوړ پوړیو چارواکو تر مینځ دوه اړخیزو خبرو په دوام نن د ا.ا.ا. د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر محترم الحاج نورالدین عزیزي او د ایران د سیستان او بلوچستان ایالت د والي محترم محمد کرمی، په مشرۍ د هغه هېواد د راغلي پلاوي تر مینځ، پداسې حال کې چې په افغانستان کې د دغه هېواد سفیر او ځانګړی استازی محترم حسن کاظمی قمي هم حاضر و، دوه اړخیزه ناسته ترسره شوه.

پدې ناسته کې چې د ښاغلي کرمي په مشرۍ د ایران د اسلامي جمهوریت د دولتي او خصوصي سکتور پلاویو حضور درلود، د چابهار بندر په اړه د شویو پریکړو د عملي کولو او د آزادې سوداګریزې سیمې په اړه پر هغه توافقاتو خبرې وشوې چې تر دې وړاندې ایران ته د اسلامي امارت د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر او د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر محترم الحاج نورالدین عزیزي د سفر په ترڅ کې پرې خبرې اترې شوې وې.

پدې ناسته کې همدا راز  د چابهار بندر پر رقابتي کولو باندې په ټېنګار سره، پدې اړه د لا زیاتو بحثونو او د تېرو شویو هوکړو د عملي کولو په موخه له دواړو خواوو نه یوه تخنیکي کمیټه په دنده وګومارل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۸:۳۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین په مشرۍ د پاکستان سفر مهمې پایلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی له دوه ورځني سفر وروسته له پاکستانه کابل ته را ستون شو. یاد سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۱۴:۴۲
Background image

د دوه ورځنیو هر اړخیزو بحثونو وروسته، افغانستان او پاکستان د زراعتي توکو پر ترجیحي تعرفو د کمښت هوکړه وکړه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، مولوي احمدالله زاهد، د افغانستان له سفیر مولوي سردار احمد شکیب او مل پلاوي سره یو ځای، د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له

BACK TO NEWS