بسم الله الرحمن الرحیم !
سم الله الرحمن الرحیم
ګرانو هیوادوالو!
د درناوي په وړاندې کولوسره ، غواړم د افغانستان د اسلامي جمهوریت له ولسمشر جلالتمآب ډاکټر محمد اشرف غني او د ملي پخلاینې عالي شورا رییس ښاغلي ډاکټر عبدالله عبدالله څخه مننه وکړم چې زه يې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست او نوماند وزیر په توګه وټاکلم.
خپله دنده یې بولم چې د هیواد د صنعت او سوداګرۍ ودې او پرمختګ لپاره هڅه وکړم. داچې زموږ هر سوداګر او پانګه وال د هیواد د اقتصادي پرمختګ او د ټولنې د سوکالۍ په اړه مهمه ونډه لرو ، زه شخصاً د دولت او خصوصي سکتور تر منځ د پله په توګه،د صنعت او سوداګرۍ ودې او پراختیا لپاره د هرډول رغنده وړاندیزونو او نیوکو څخه په کلکه ملاتړ کوم.
تاسی کولاي شئ خپل وړاندیزونه زموږ د فیسبوک .
https://www.facebook.com/MoCIAfghanistan
ټویټر https://twitter.com/MoICAfghanistan : او https://moci.gov.af ویب پاڼې له لاري له موږ سره شریک کړئ
په درناوي
نثاراحمد غوریانی
دصنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست او نوماند وزیر