جمهوررئیس غني د هرات د سوداګرو او خصوصي سکتور له استازو سره وکتل

yonus_shafaq
شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۴ - ۱۰:۴۰
جمهوررئیس غني د هرات د سوداګرو او خصوصي سکتور له استازو سره وکتل

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني هرات ولایت ته د خپل سفر پر مهال نن ماښام د دغه ولایت یو شمېر سوداګرو او د خصوصي سکتور استازو سره په کتنه کې د دوی غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل.

د دغې کتنې په پیل کې د هرات د سوداګرۍ خونې رئیس یونس قاضي زاده د سوداګرو او خصوصي سکتور د غوره امنیت د تامین، د ګمرک لېږد ستونزې د حل، د هرات-تورغونډۍ مسیر د امنیت د تامین او اسلام قلعه تخنیکي ستونزې په اړه د سوداګرو او خصوصي سکتور غوښتنې او وړاندېزونه بیان کړل.

وروسته د هرات د صنایعو او کانونو خونې رئیس حمدالله خادم وویل، خصوصي سکتور د کرونا ویروس خپرېدو پر مهال له خلکو په ځانګړي ډول د لومړنیو موادو برابرولو په برخه کې همکاري کړې ده.

نوموړي د هرات صنعتي ښارګوټي فابریکو ته د جمهوررئیس د پاملرنې مننه وکړه وې ویل، موږ د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د زیاتې ځمکې د وېش او د ترانسپورټ سکتور ستونزې د حل غوښتونکي یوو.

ورپسې د اصنافو او کسبګرو خونې رئیس عبدالودود فیض زاده په خپلو خبرو کې وویل، موږ د افغانستان اسلامي جمهوریت څخه ملاتړ کوو، ځکه د جمهوري نظام په برکت صنعت او د اصنافو او کسبګرو فعالیت غوړېدلی دی. نوموړي د قانون د تطبیق، په ادارو کې د فساد د مخنیوي او مالیاتو قانون د تعدیل غوښتنه وکړه.

جمهوررئیس غني د دوی د خبرو له اورېدو وروسته وویل، د هیواد پر اتو ګمرکونو پانګونه کېږي او د اقتصادي انکشاف او د هرات د زېربناو د پياوړتیا په برخو کې به زیاته پاملرنه وشي.

هغه زیاته کړه، د عامه ساتنې تصدي به د سوداګرو او ګمرکونو د امنیت د تامین په برخه کې اقدام وکړي، تاسې باید خپلې ستونزې طبقه بندي کړئ، ترڅو د افغانستان خونو فدراسیون سره په همکارۍ حل شي.

جمهوررئیس د صادراتو پر زیاتوالي ټینګار وکړ وې ویل، موږ د خپلو وارداتي اقلامو د ۸۵ سلنې تولید وړتیا لرو.

د هیواد جمهوررئیس څرګنده کړه، موږ پر پانګونې د تمرکز واضح طرحې ته اړتیا لرو او باید د پانګې د جذب قوت معلوم شي. هغه زیاته کړه له صنعتي کېدو پرته بله چاره نه لرو او خصوصي سکتور زموږ مټ او عمده شریک دی.

جمهوررئیس غني د خپلو خبرو په پای کې وویل، د هیواد د کسبګرو د کار او هڅو له برکته کابو یو میلیون شغل ایجاد شوی چې مننه ترې کوو او موږ چمتو یوو د مرمر ډبرو د تولیداتو او د هغو د لازیاتې ودې په خاطر یو دولتي او خصوصي مختلط شرکت ایجاد کړو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

BACK TO NEWS