دافغانستان دسوداگرو اوپانګوالو داتحادیې لخوا دصنعت او سوداګرۍ وزیر له کنو څخه ستاینه
پنجشنبه : دسلواغې ۲۳مه ۱۳۹۹
دافغانستان دسوداگرو اوپانګوالو اتحادیې دصنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني کړنې وستایلې او هغه یې دهېواد داقتصادي پراختیا په موخه اغیزمنې وبللې.
دافغانستان دسوداگرو اوپانګوالو داتحادیې ریس عبدالهادی فرهنگ وویل چې دغه ستاینلیک ښاغلي غوریاني ته دده داغیزمنو کړنو په موخه ده ته ډالۍ کوي او زیاته یې کړه چې دصنعت او سوداګرۍ وزارت دم ګړۍ دښاغلي غوریاني تر رهبرۍ لاندې په ښه لوري روان دی او ددوه په هڅو دهېواد دډیرۍ برخې صنعتکارانو او سوداګرو ستونزې حل شوي دي.
بلخوا بیا دصنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني وویل چې دصنعت او سوداګرۍ وزارت ټول امکانات دسوداګرو او صنعت کاران په چوپړ کې دي او زیاته یې کړه چې دصنعت او سوداګرۍ وزارت هڅه کوي هرډول ستونزې چې دسوداګرو او صنعت کارانو په وړاندې ستونزې جوړوي له مخې لیرې کړي.