داپتیکا داتمې ناستې په اړه دافغانستان ـ پاکستان ګډه خبري اعلامیه

پنجشنبه د مرغومې ۱۱مه ۱۳۹۹
د افغانستان ـ پاکستان د سوداګرۍ او ترانزیټ د همغږۍ کمیټې اتمه ناسته ( اپتیکا ) د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني تر مشرۍ لاندې د دولتي او خصوصي سکتورپلاوي، د پاکستان دلومړي وزیر د اقتصادي چارو له سلاکار او سوداګرۍ وزیر ښاغلي رزاق داوود په ګډون د ۲۰۲۰ میلادي کال د ډسمبر د۲۸ څخه تر ۳۰ د اسلام اباد په ښار کې ترسره شوه.
د افغان پلاوي مشر ښاغلي نثار احمد غوریاني د یادې ناستې په څنډه کې د پاکستان د اسلامي جمهوریت له لومړي وزیر ښاغلي عمران خان، ددې هیواد د ملي شورا له رییس ښاغلي اسد قیصر، د سوداګرۍ او پانګونې وزیر ښاغلي محمد رازق داوود ، د سمندري چارو وزیر ښاغلي علي زیدي او د خصوصي سکتور له غړو سره جلا جلا ناستې درلودې او د دواړو هیوادونو ترمینځ د سوداګرۍ، ترانزیت او اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه یې خبرې اترې وکړي.
د اپټیکا اتمه ناسته د سوداګرۍ وزیراو د پاکستان د لومړي وزیر د پاکستان د اقتصاد او پانګونې سترسلاکار ښاغلي رازق داوود او د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیرښاغلي نثار احمد غوریاني لخوا په ګډه پرانیستل شوه.
د دې غونډې د پرانیستې له مراسمو وروسته د پاکستان له اړخه د ددې هیواد د سوداګرۍ مرستیال وزیر ښاغلي محمد صالح احمد فاروقي او د افغانستان له اړخه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو معین، ښاغلي حشمت الله غفوري د غونډې مشري په غاړه درلوده.
د غونډې په بهیر کې، د دواړو هیوادونو مذاکره کوونکي پلاوي په مثبته او رغنده روحیه کې د تړون (اوپيټا) ترمیم لپاره مفصل بحثونه وکړل او په اجنډا کې یې پر موضوعاتو ډیر پرمختګ وکړ.
چې په اجنډا کې د شاملو موضوعاتو په هکله يې ډیر پرمختګ ترلاسه شو.
د یادونې وړ ده چې د اپټیکا اوومه ناسته په کابل کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په کوربه توب جوړه شوې وه چې د سوداګرۍ - ټرانزیټ تړون (اپټا) د تړون د تعدیل په اړه لومړنۍ خبرې په نوموړې ناسته کې ترسره شوې.
همدا راز د اپټیکا په اتمه ناسته کې هم د یاد تړون د تعدیل په هکله دواړو لورو لخوا د وړاندیزونو په هکله خبري وشوې.
هېره دې نه وي چې د اپټیکا په اتمه ناسته کې، هوکړه وشوه چې د افغانستان - پاکستان تخنیکي غړي دې په یاد تړن کې د خپلو وړاندیز شوو طرحو د منلو په موخه په کابل یا اسلام آباد کې جلا ناستې ترسره کړي.
د افغانستان - پاکستان د سوداګرۍ او ترانزیت تړون د همغږۍ کمیټې اپټیکا اتمې ناستې په څنډه کې د دواړو هیوادونو تر منځ د ترجیحي سوداګرۍ تړون او د ریل پټلۍ همکارۍ په اړه د تفاهم یادداشت په اړه هم مفصلې خبرې ترسره شوې.