داپټا په هوکړه لیک کې داړونده تعدیلاتو دراتلو په اړه دوه ورځنی ورکشاپ پرانیستل شو

yonus_shafaq
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۵ - ۱۵:۲۲
داپټا په هوکړه لیک کې داړونده تعدیلاتو دراتلو په اړه دوه ورځنی ورکشاپ پرانیستل شو

یک‌شنبه : دسلواغې ۵مه 1399

داپټا په هوکړه لیک کې داړونده تعدیلاتو دراتلو په اړه دوه ورځني ورکشاپ دایر شو او په دې اړه دوړاندیزونو او نظرونو دورکړې په اړه خبرې اترې تر سره کیږي.

دغه سیمینار چې مشري یې دصنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني کوله ددولتي نهادونو او اړونده خصوصي سکتور داستازو په ګډون ددغه وزارت د عبدالمجید زابلي دکنفرانسونو په تالار کې دایر شو.

ددغې ورکشاپ په پرانیسته کې ښاغلي غوریاني وویل چې داپټا هوکړه دافغانستان او پاکستان تر منځ دترانزیټ داسانتیا په برخه کې خورا مهم دی او زیاته یې کړه چې داپتیکا په اوومه او اتمه ناسته کې ګډون کوونکي پلاوي دخصوصي سکتور له حقونو څخه په کلکه ننګه کړې او دنړیوال سوداګریز سازمان له اصولو سره سم یې داپټا په هوکړه کې دتعدیل غوښتنه کړې ده .

ددغې دوه ورځني ورکشاپ په درشل کې به دخصوصي سکتور او دولتي نهادونو استازي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ دترانزیټ او سوداکرۍ په هوکړه کې دتعدیل په موخه خپل نظرون او وړاندیزونه له صنعت او سوداګرۍ وزارت سره شریک کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۸ - ۱۷:۵۳
Background image

د بسکیټو په تولیداتو کې زیاتوالی

د وایفر بیسکیټو او چڼې دالو دتولید فابریکې دخپلې پانګونې کچه لوړه کړې ده. دا تولیدې فابریکه چې په ١٣٩٥ لمریز کال کې یې د 4 میلیونه پانګونې سره د ننګرهار ولایت سره رود ولسوالۍ کې په. . .

دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۸ - ۱۵:۲۴
Background image

په صنعت او سوداګرۍ وزارت کې د ښځو د پیوستون نړیوالې ورځې لمانځل.

د مارچ اتمه د ښځو د پیوستون نړیواله ورځ د صنعت اوسوداګرۍ وزارت کې د نندراتون په ترسره کولو او د متشبثو میرمنو په ساینې سره د دې وزارت د ریئسانو او ښځینه کارکونکو په ګډون د عبدالمجید. . .

دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۸ - ۱۵:۲۰
Background image

د نړیوال سوداګریز سازمان سره د افغانستان د ژمنو په تعقیب ټینګار.

د نړیوال سوداګریز سازمان د وزارتونو ترمنځ دکمیټې دولسمه تخنیکې غونډه او د سوداګریزو اسانتیاوو تړون غونډه د صنعت او سوداګرۍ د وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني په مشري، د دولت ،خصوصي سکتور او. . .

BACK TO NEWS