دصنعتي پارکونودجوړولو لپاره لا ډيرې ځمکې ځانګړې کيږي

yonus_shafaq
یکشنبه ۱۳۹۹/۵/۵ - ۱۷:۲
دصنعتي پارکونودجوړولو لپاره لا ډيرې ځمکې ځانګړې کيږي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعت او سوداګرۍ سرپرست معین ښاغلي عبدالکریم ملکیار د ښارجوړولو او ځمکو وزارت له سرپرست وزیر ښاغلي محمود کرزي او د دې وزارت له یو شمېر نورو چارواکیو سره وکتل.

په دې کتنه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ښاغليعبدالکریم ملکیار په ولایتونو کې د صنعتي پارکونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د یو شمېر صنعتي پارکونو د جوړولو لپاره د دولتي ځمکو د انتقال غوښتوونکی شو.

د صنعت او سوداګرۍ وزرات سرپرست د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په باریک اب سیمه کې جوړېدونکي صنعتي پارک ته په اشارې سره وویل، د یاد صنعتي پارک په یوه اندازه ځمکه کې حقوقي ستونزې رامنځته شوي او ښارجوړولو او ځمکو وزارت رهبري دې د یادې ستونزې د حل په برخه کې ورسره همکاري وکړي.

ورپسې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محترم محمود کرزي د هېواد په کچه د دولتي ځمکو څخه د ټولګټو پروژو د تطبیق لپاره موثره او معقوله ګټه اخېستنه د وزارت له کاري لومړيتوبونو څخه وبلله او زياته يې کړه چې ياد وزارت په دې برخه کې ګړندي ګامونه اوچت کړي دي.

د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر متقاضي ادارو ته د ځمکې د انتقال په برخه کې وویل، دا وزارت د ټولګټو پروژود عملي کېدو او متقاضي ادارو ته د ځمکې د انتقال په برخه هر ډول همکارۍ ته چمتو دی

همدارازیې د دې وزارت د ښاري چارو معینیت ته لارښوونه وکړه څو له صنعت او سوداګرۍ وزارت سره په همغږۍ په باریک‌اب ښارګوټي کې د صنعتي پارکونو د ځمکې حقوقي ستونزه ژر تر ژره حل کړي.

په پای کې دواړو لوریو دلازیاتې همکارې او همغږۍ په برخه کې خپل ډاډ څرګند کړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۹:۱۶
Background image

کندهار ولايت ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین سفر

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلی مولوي احمدالله زاهد د خپل سفر په ترڅ کې د کندهار ولایت د سوداګرۍ او پانګونې؛ د صنایعو او کانونو خونو له مسئولینو، مدیره پلاوي، ملي سوداګرو، پانګوالو

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۸:۵۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ چارو معين ښاغلي مولوي احمد الله زاهد د هلمند ولايت له والي او صنعت کارانو سره وليدل

د ليدنې په ترڅ کې قدرمن والي مولوي عبدالرحمن مسلم کندزي د هلمند صنعت کارانو ته معين صاحب ورمعرفي کړ، ترڅنګ یې په پانګوالو باندې د صنعت په

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۸:۴۹
Background image

په هرات ولایت کې صنعتکارانو ته د صنعتي ځمکو رسمي سندونه ووېشل شول

ترڅنګ یې د هرات صنعتي پارک اړوند پنځم فاز افتتاح او د سرک د هموارکارۍ پروژه د هرات د ټولګټو رياست سره قرارداد او عملا کار

BACK TO NEWS