دصنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست نوماند څخه دده په ګومارنه په پراخه کچه ملاتړ

yonus_shafaq
شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۹ - ۱۱:۲۹
دصنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست نوماند څخه دده په ګومارنه په پراخه کچه ملاتړ

چهار شنبه : دوږي ۲۶مه ۱۳۹۹

دولسي جرګې یوشمیر وکیلانو، دصنعت کارانو او سوداګرو استازو او قومي مشرانو دصنعت او سوداګرۍ له نوماند وزیر ښاغلي نثاراحمد غوریاني سره په لیدنو کې ، هغه ته دمبارکۍ ویلوترڅنګ د خپل پراخ ملاتړ چمتو والی ښودلی.

دولسي جرګې یوشمیر وکیلانو، دصنعت کارانو او سوداګرو استازو او قومي مشرانو دافغانستان داسلامي جمهوریت له ولسمشر جلالتماب محمد اشرف غني او دسولې دعالي شورا مشر جلالتماب ډاکټر عبدالله عبدالله څخه مننه وکړه چې ښاغلی نثار احمد غوریاني یې ددې وزارت لپاره غوره کړ ، دوی زیاتوي چې دا هڅه به په هېواد کې دصنعت او سوداګرۍ دلاپراختیا لامل شي.

دغو استازو چې په جلا توګه یې له ښاغلي غوریاني سره وکتل، زیاتوي چې ښاغلی غوریاني دصنعت کارانو ملي سوداګرو او پانګوالو په ستونزو تر ټولو ښه پوهیږي او دهغوی په وړاندې چې کومې ننګوې پرتې دي ، کولای شي چې دحل لاره ورته ومومي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۸:۲۴
Background image

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال او د افغانستان ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال تر منځ د لیدنې راپور

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال ښاغلي چین جیانان د افغانستان ا.ا د د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال  او پلاوي ته تود هرکلی

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۳۱
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد د چین هیواد د ګمرکونو د عمومي ادارې له مرستیال سره و کتل

تیره ورځ د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، ښاغلي احمدالله زاهد، د چین د ګمرکاتو د عمومي ادارې له مرستیال سره رسمي کتنه ترسر

BACK TO NEWS