د افغانستان.ا.ا، ازبیکستان او آذربایجان جمهوریتونو درې اړخیزه ناسته ترسره شوه
پنجشنبه ۱۱ صفرالمظفر ۱۴۴۶ / ۲۵ زمری ۱۴۰۳
د ا.ا.ا د سوداګرۍ او صنعت سرپرست وزیر محترم الحاج نورالدین عزیزي په کوربه توب او د ازبیکستان د صنعت، سوداګرۍ او پانګونې د وزیر محترم لزیز قدرتوف او د آذربایجان جمهوریت د اقتصاد وزارت مرستیال ښاغلي مامدوف په ګډون، د سوداګرۍ، پانګونې،ترانسپورت، ساختماني او جیولوجیکي موادو په تړاو درې اړخیزه ناسته ترسره شوه.
پدې ناسته کې د سوداګرۍ د پراختیا،پانګونې، ترانسپورتي، لوژیستیکي، ساختماني موادو،د هایدرو کاربن او معدني موادو په زېرمو کې د جیولوجیکي او اکتشافي چارو د پر مخ بیولو، د افغانستان په شمال کې د سمنټو د تولید د پروژې د تطبیق پر میکانیزم، سیمه ییزو همکاریو، د ورېښمو له نوې لارې څخه د موثرې ګټې اخیستنې، د وسپنې (ریل) پټلی او د ایکو په اقتصادي سازمان کې د افغانستان د بېرته فعالې ونډې په تړاهم بحث او خبرې وشوې.
همدارنګه پدې ناسته کې د افغانستان د معادنو په برخه کې د ترسره شویو فعالیتونو په شرحې سره، پدې تړاو د شته ظرفیتونو او د پانګونې د شته فرصتونو او پدې تړاو د افغانستان د لومړیتوبونو په اړه د ګاونډیو هېوادو پلاویو ته معلومات ورکړل شول.
د غونډې په پای کې د دریو واړو هېوادو تر مینځ د دوامداره ناستو او د کاري ټیم د راتلونکو ناستو د ځای او وخت په اړه هوکړې وشوې.