د افغانستان او ترکیې ترمینځ اقتصادي او سوداګریزې ارتباطي او تخنیکې کمیټې جوړېږي

anwar_admin
جمعه ۱۴۰۳/۹/۹ - ۱۱:۲۲
د افغانستان او ترکیې ترمینځ اقتصادي او سوداګریزې ارتباطي او تخنیکې کمیټې جوړېږي

پنجشنبه ۲۶ جمادی الاول ۱۴۴۶ / ۸ لینډی ۱۴۰۳

د افغانستان د اسلامي امارت دصنعت اوسوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي ترکیې هېوادته دخپل سفرپه دوام او دحلال استانبول ۲۰۲۴ د نړیوال نندارتون په پرانیست غونډه کې تر ګډون وروسته، ددې نندارتون په څنډه کې د ترکیې جمهوریت د سوداګرۍ له وزیر محترم عمر بولات سره ولیدل.

پدې لیدنه کې د افغانستان اسلامي امارت دصنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست دغه نندارتون ته د افغان پلاوي له بلل کېدو مننه وکړه چې په مقابل کې یې د ترکیې جمهوریت د سوداګرۍ وزیر، د الحاج عزیزی په مشرۍ د افغانستان د اسلامي امارت پلاوي ته د هرکلي ویلو ترڅنګ د دواړو هېوادو ترمینځ لازیاتې همکارۍ ته هیله مندي ښکاره کړه.

همدارنګه دواړو لوریو د یوه اوبل هېواد ته د سوداګریزو پلاویو( دولتي او خصوصي سکتور) سفر د دواړو هېوادو ترمینځ د سوداګرۍ د پراخوالي لپاره اساس او  مقدمه وګڼله.

په پای کې دواړو لوریو پر دوه اړخیزه لیدوکتو او د نندارتونو پر جوړیدو په ټینګار سره پریکړه وکړه چې دواړه لوري به یوه تخنیکي او ارتباطي کمیټه جوړوي او دغه کمیټه به دنده لري ترڅو ستونزې،خنډونه او فرصتونه تشخیص او د حل مناسبې لارې ورته ولټوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵
Background image

د ا.ا.ا.  د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئيس او د صنعتي پارکونو له لوی رئیس، د هند د ټوکر (ټکسټایل) وزارت له مسوولینو سره وکتل

په دغه ناسته کې د افغانستان او هند تر منځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراخېدو او پیاوړتیا په ځانګړي ډول، دواړو خواوو د پنبې د تولید او پروسس، د بشري ظرفیت لوړونې، د صنایعو د معیاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۲
Background image

د ریاست الوزرا عالي مقام اقتصادي مرستیال الحاج ملا براردر اخند په کندهار ولایت کې د نساجي صنعتي پارک په رسمي ډول افتتاح کړ

په یاد صنعتي پارک کې د سړکونو جوړولو او کانالیزاسیون پروژه هم پیل شوه چې څه باندي ٢٨ میلیونه افغانۍ ارزښت لري چې د یاد صنعتي پارک

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

BACK TO NEWS