د افغانستان او پاکستان تر مینځ د سوداګرۍ او ترانزیت د پراختیا په اړه خبرې اترې

anwar_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۸:۳۷
د افغانستان او پاکستان تر مینځ د سوداګرۍ او ترانزیت د پراختیا په اړه خبرې اترې

14 شوال المکرم 1446 / 23 حمل 1404

د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر محترم الحاج نورالدین عزیزي شنبه د وري په 23 مه نېټه د خپل کار په دفتر کې په کابل کې د پاکستان له هستوګن سفیر محترم عبیدالرحمن نظاماني سره وکتل او بر دوه اړخیزه سوداګرۍ یې خبرې یې وکړې.

پدې لیدنه کې دواړو لوریو د دواړخیزه سوداګرۍ په برخه کې د همغږۍ پر زیاتولو او د سوداګریزو توکیو د ترانزیت په برخه کې د شته ننګونو پر لرې کولو بحث او خبرې وکړې او نظرونه یې سره تبادله کړل.

همدارنګه دواړو لوریو پدې لیدنه کې د دوه اړخیزه سوداګرۍ او ترانزیت په لار کې د نژدې همکاریو او ګډو اقداماتو پر زیاتوالي ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

(BKMEA)   (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګله‌دېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۱:۶
Background image

په ډاکه کې د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره ناسته

تیره ورځ د بنګله‌دیش هیواد په پلازمینه ډاکه کې د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال او ورسره مل رسمي پلاوي او یو شمیر افغان سوداګرو

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲ - ۱۲:۱۲
Background image

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین د بنګله‌دېش هېواد د درملو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، مولوي احمدالله زاهد، او ورسره مل پلاوي د بنګله‌دېش هېواد په پلازمېنه ډاکه کې د درملو له دوو سترو او پېژندل شوو تولیدي فابریکو. . .

BACK TO NEWS