د افغان - تاجیک میرمنو د لاسي صنایعو په ګډ نندارتون ټینګار

reza_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۸ - ۷:۵۶
د افغان - تاجیک میرمنو د لاسي صنایعو په ګډ نندارتون ټینګار

دوشنبه: د غبرګولي۱۷مه ۱۴۰۰

د افغانستان د اسلامي جمهوری دولت  د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلی نثار احمد غوریاني او ورسره مل پلاوی د تاجیکستان  په دوشنبه ښار کې د تاجیکو میرمنو د لاسي صنایعو دنندارتون څخه  د لیدنې پرمهال په افغانستان او تاجیکستان کې د افغان - تاجیکو میرمنود لاسي صنایعو پر ګډ نندارتون جوړولو ټینګار وکړ.

ښاغلي غوریاني د اطلس په نامه د لاسي صنایعو نندارتون کې وویل چې افغان میرمنې ، لکه د تاجیکو میرمنو په څیر، داصیل افغاني کلتورسره سمې لاسي صنایع او جامې تولیدوي او موږ غواړو په نږدې راتلونکې کې د افغان ـــــ تاجیک میرمنو دلاسي صنایعو  ګډ نندارتونونه د دواړو هیوادونو په مختلفو ښارونو کې ترسره کړو .

یاد نندارتون  د تاجیکستان  جمهوریت د لومړي وزیرمرستیال،د افغانستان د اسلامي جمهوری دولت د صنعت او سوداګرۍ وزیر او روسره مل پلاوي ، دتاجیکستان د صنعت او نوي ټکنالوژی اقتصادي او سوداګرۍ پراختیا، کار او ټولنیزو چارو وزیرانو او د دواړو هیوادونو د خصوصي سکتوراستازوپه شتون کې د تاجیکستان په پلازمینه دوشنبې کې پرانستل شو.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلی نثار احمد غوریاني د تاجیکستان جمهوریت د صنعت او نوي ټکنالوژی د وزیر په رسمي بلنه د دولتي او خصوصي سکتور د پلاوي په مشرۍ د اقتصادي، صنعتي، سوداګریزو ،ترانزیټي  اړیکو او همکاریو د پراختیا لپاره د یاد هیواد په سفر بوخت دی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۸:۲۴
Background image

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال او د افغانستان ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال تر منځ د لیدنې راپور

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال ښاغلي چین جیانان د افغانستان ا.ا د د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال  او پلاوي ته تود هرکلی

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۳۱
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد د چین هیواد د ګمرکونو د عمومي ادارې له مرستیال سره و کتل

تیره ورځ د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، ښاغلي احمدالله زاهد، د چین د ګمرکاتو د عمومي ادارې له مرستیال سره رسمي کتنه ترسر

BACK TO NEWS