د افغان مهاجرینو په وړاندې د شته ننګونو د لیري کولو او له پاکستان سره د سوداګریزو او ترانزیتي اړیکو د ښه والي لپاره هڅې

anwar_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۸:۵۰
د افغان مهاجرینو په وړاندې د شته ننګونو د لیري کولو او له پاکستان سره د سوداګریزو او ترانزیتي اړیکو د ښه والي لپاره هڅې

پنجشنبه 19 شوال المکرم 1446 / 28 حمل 1404

د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي او پاکستان ته په تللي پلاوي کې د مهاجرینو او بېرته را ستنیدونکو چارو وزارت استازي، په اسلام آباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر محترم محمد اسحاق داړ سره لیدنه وکړه او پر سوداګریزو او ترانزیتي مسایلو سربېره یې په پاکستان کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه ورسره خبرې وکړې.

پدې دوه اړخیزه ناسته کې د افغانستان د اسلامي امارت پلاوي په پاکستان کې د مېشته افغان کډوالو د ژوند شرایطو د ښه والي لپاره یو شمېر وړاندیزونه وکړل چې د مناسب وخت تر را رسیدو پورې د مهاجرینو د جبري ویستلو څخه مخنیوی، د پاکستان پولیسو له خوا د افغان مهاجرینو د په خپل سر نیولو او ځورولو مخنیوی، د هغه هېواد په تعلیمي ادارو کې په زده کړه د بوختو افغان مهاجرینو له ایستلو مخنیوی، د افغان کډوالو د مالونو او شتمنیو د لېږد لپاره دلازمو آسانتیاوو برابرول او صحي او روغتیایي خدمتونو ته د افغان کډوالو له خنډ او ځنډ پرته لاسرسی، پکې شامل و.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره دا ناسته په پاکستان کې د مېشته افغان کډوالو په وړاندې دشته ګواښونو د لیري کولو او د دواړو هېوادو تر مینځ د سوداګریزو او ترانزیتي اړیکو د ښه والي د هڅو په چوکاټ کې ترسره شوې وه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

BACK TO NEWS