د اوبلن ګازو او نفتي توکیو له شرکتونو او سوداګرو سره د همغږۍ جلسه جوړه شوه

یکشنبه ۲۴ شعبان المعظم ۱۴۴۶ / ۵ کب ۱۴۰۳
د افغانستان د اسلامي امارت د کابینې د یوې پریکړې له مخې، هېواد ته د بې کیفیته تېلو له وارداتو څخه د مخنیوي په موخه د اړونده ادارو له مسوولینو، د اوبلن ګاززو او نفتي توکیو د سوداګرو او شرکتونو له مشرانو سره د همغږۍ ناسته د احکامو او فرمانونو د څار او تعقیب د لوی ریاست سرپرست محترم مولوي شمسالدین شریعتی او د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین محترم مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ د صنعت او سوداګرۍ په وزارت کې ترسره شوه.
پدې ناسته کې د اوبلن ګازو او نفتي توکیو د سوداګرو او شرکتونو مشرانو چې په ناسته کې یې په حضوري او آن لاین بڼه ګډون درلود، پدې ټکي یې ټینګار وکړ چې د اسلامي امارت چارواکي د افغانستان د خلکو او سوداګرو خیر غوښتونکي دي او د لا زیاتو آسانتیاوو د برابرولو لپاره هڅې کوي. دغه سوداګرو همدارنګه خپل نظرونه، وړاندیزونه او ستونزې له مسوولینو سره شریکې کړې او پداسې حال کې چې د بې کیفیته تېلو او نفتي توکیو د وارداتو د مخنیوي په موخه یې د اسلامي امارت له اقدام څخه هرکلی وکړ، پدې تړاو یې خپله همکاري اعلان کړه.
د ناستې په پای کې د ناستې له ټولو ګډونوالو وغوښتل شول تر څو د اړونده موضوع په تړاو خپل نظریات په لیکلې بڼه د صنعت او سوداګرۍ له وزارت سره شریک کړي تر څو ترې ګټه واخیستل شي.