د ایران په اسلامي جمهوریت کې د افغانانو د سوداګریزو فعالیتونو په اړه خبرې اترې
چهارشنبه ۱۸ جمادی الاول ۱۴۴۶ / ۳۰ لړم ۱۴۰۳
د ا.ا.ا.د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي نن چهارشنبه د ۱۴۰۳ لمریز کال د لړم (عقرب) په دیرشمه نېټه، د ایران په اسلامي جمهوریت کې د افغانستان د اسلامي امارت له سفیر محترم مولوی فضلمحمد حقاني سره وکتل.
پدې کتنه کې چې د صنعت او سوداګرۍ په وزارت کې ترسره شوه، دواړو لوریو له ایران سره د افغانستان په سوداګریزه راکړه ورکړه او د ایران په اسلامي جمهوریت کې د افغان سوداګرو د اقتصادي فعالیتونو په اړه خبرې او بحث وکړ.