د بلخ ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست له کارکونکو سره ناسته

reza_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۴/۲ - ۲۲:۲۵
د بلخ ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست له کارکونکو سره ناسته

پنج‌شنبه د چنګاښ ۲ نیټه ۱۴۰۱ کال

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین محتر م مولوي  قدرت‌الله جمال  بلخ ولایت ته د خپل سفر په لړ کې تیره ورځ یې د بلخ ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست له کارکونکو سره وکتل.

په دې سفر کې د صنعت او سوداګرۍ چارو اقتصادي سلاکار محترم ملا نیازمحمد واثق او د ستراتیژۍ، پالیسۍ او پلان رئیس مطیع‌الله امید ور سره ملتیا کوله، په پېل کې د بلخ ولایت د صنعت او سوداګرۍ رئیس  محترم امیرمحمد متقی د ښاغلي مولوي جمال له راتګ څخه خو ښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې ستاسو په ګټورو  لار ښونو سره به په دې ریاست کې کاري نظم او خدمات منظم شي.

ورپسې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین په اداري نظم،  اداري منظم سیتم او له مراجعینو سره پر ښه چلند کولو باندې ټینګار وکړ او د ا.ا.ا امارت د بریا رمزیې  اطاعت، اخلاص او استقامت وباله

په دې لړ کې  محترم مولوي  قدرت‌الله جمال له ټولو شعباتو څخه لیدنه وکړه؛ او د اداري برخو کې  په مکاتیبو، وړاندیزونو  کې له  یو مشخص فارمټ څخه  پر استفاده کولو او  همدارنګه د آرشیف اسنادو د خوندي ساتنې په برخه کې کارکونکو ته لازمې لار ښوونې وکړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۸:۲۴
Background image

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال او د افغانستان ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال تر منځ د لیدنې راپور

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال ښاغلي چین جیانان د افغانستان ا.ا د د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال  او پلاوي ته تود هرکلی

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۳۱
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد د چین هیواد د ګمرکونو د عمومي ادارې له مرستیال سره و کتل

تیره ورځ د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، ښاغلي احمدالله زاهد، د چین د ګمرکاتو د عمومي ادارې له مرستیال سره رسمي کتنه ترسر

BACK TO NEWS