د بوټ ګنډونکو سکتور له صنعتکارانو سره دصنعت او سوداګرۍ وزير ليدنه

yonus_shafaq
شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲ - ۱۸:۲۹
د بوټ ګنډونکو سکتور له صنعتکارانو سره دصنعت او سوداګرۍ وزير ليدنه
شنبه دکب ۲ يمه ۱۳۹۹
دصنعت او سوداګرۍوزير ښاغلي نثار احمد غورياني د بوټ ګنډونکو سکتور له صنعتکارانو سره سره وکتل او ددوی په وړاندې پر پرتو ستونزو او ننګونو يې خبرې وکړې
په دغه ليدنه کې دبوټ ګنډلو سکتور صنعتکارانو ځينو ستوزو ته لکه په قاچاقي ډول هېواد ته دبوټونو واردول, کورني توليد ته نه پاملرنه, دبوټ ګنډونکو سکتور صنعتکارانو ته نه پاملرنه, دبوټ ګنډلو فابريکو ته دامکاناتو نشتوالی او په دولتي قرار دادونو کې له وطني بوټانو څخه ګټه نه اخيستلو ته اشاره وکړه
دوی دصنعت او سوداګرۍ وزارت له رهبرۍ سره ديادو ستونزو په شريکول سره وغوښتل چې په هېواد کې ددغه صنعت دپراختيا په موخه ددوی ترڅنګ ودريږي
ښاغلي غورياني له دغه سکتور څخه دملاتړ تر څنګ ژمنه وکړه چې په هېواد کې دننه ددغې سکتور ستونزو ته به پر وخت رسيدګي وکړي
ښاغلي غورياني زياته کړه چې له دولتي نهادونو سره به هم په دې اړه خبرې وکړي چې له وطني بوټانو څخه ګټه واخلي او له کورنيو فابريکو څخه يې وپيري.
اوس په هېواد کې دبوټ ګنډلو ۶۵۰ فابريکې فعاليت کوي چې ټولټال ۳۰ ميليونه جوړې بوټان په يوه کال کې توليدوي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۲:۱۹
Background image

د اذربایجان هېواد د اقتصاد وزارت له لومړي مرستیال سره د ا.ا.ا د صنعت او سوداګرۍ د یرپرست وزیر لیدنه

د افغانستان اشلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزيز د حلال استانبول۲۰۲۴ نړیوال نندارتون په څنډه کې د اذربایجان جمهوریت د اقتصاد وزارت له لومړي مرستیال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۹:۱
Background image

له ترکي لوړ پوړي پلاوي څخه په افغانستان کې د هغه هېواد د تولیداتو او محصولاتو نندارتون د جوړونې لپاره بلنه

د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي، د استانبول ۲۰۲۴ نړیوال نندارتون په پرانیست غونډه کې له ترکیې هېواد او اسلامي همکاری

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۹:۳۰
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ترکیې ته په سفر لاړ

د ا.ا.ا.د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي نن سه شنبه د ۱۴۰۳ لمریز کال د لیندۍ(قوس) په ۶مه نېټه له مل پلاوي سره د (استانبول حلال ۲۰۲۴ )نندارتون په پرانیست غونډه. . .

BACK TO NEWS