د تاجیکستان جمهوريت د صنايعو او نوې ټکنالوژۍ له وزير سره ليدنه

reza_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۷ - ۹:۶
د تاجیکستان جمهوريت د صنايعو او نوې ټکنالوژۍ له وزير سره ليدنه

یک‌شبه: دغبرګولي۱۶مه ۱۴۰۰

دافغانستان د اسلامي جمهوری دولت  د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثاراحمد غوریاني او ورسره مل پلاوي يې د تاجیکستان جمهوريت د صنایعو او نوې ټکنالوژۍ له وزیرښاغلي شیرعلی کبیر سره وکتل او د دواړو هیوادونو ترمنځ د صنعت،سوداګرۍ او ترانزیټ د پرمختیا لپاره يې په ګډې همکارۍ خبري وکړې.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني د ښاغلي شیر علي کبیر د میلمه پالنې او بلنې څخه د مننې پرمهال د دواړو هیوادونو اړیکې اوږد مهاله او دوستانه وبللې او زیاته یې کړه چې د دې دواړو هیوادونو تاریخ په ملګرتیا،صداقت او صمیمیت ولاړ دی .

ښاغلي غوریاني په افغانستان کې د صنعت پرمختګ او د صنعتي فابریکو زیاتوالي په اړه د تاجیکستان جمهوریت د صنعت او نوي ټکنالوژی وزیر ته معلومات ورکړل او څرګنده یې کړه چې هیواد یې د صنعت په برخه کې د تاجک صنعتکارانو او پانګوالو سره د ګډ فعالیت ترسره کولو لپاره چمتو والي لری.

 په دې کتنه کې د دوه اړخیزې سوداګرۍ د ودې لپاره د یوي رڼې ځانګړي کړنلاري ، د داړو هیوادونو د صنعتکارانو او سوداګرو ستونزو حلولو لپاره د هغوې د پلي کیدو په  میکانیزم باندې هم خبرې وشوې.

د تاجیکستان جمهوريت د صنايعو او نوې ټکنالوژۍ وزير ښاغلي شيرعلي کبير د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ  وزير او ورسره مل پلاوي ليدنه  په سوداګريزو اړيکو کې د مثبت بدلون او دواړوهیوادونو تر منځ د همکارۍ زياتوالي سبب وبلله.

د غونډې په پای کې ، دواړو لوریو د اقتصادي ، صنعتي ،سوداګریزو او  ترانزیټي  همکاریو د زیاتوالي ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۸:۲۴
Background image

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال او د افغانستان ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال تر منځ د لیدنې راپور

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال ښاغلي چین جیانان د افغانستان ا.ا د د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال  او پلاوي ته تود هرکلی

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۳۱
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد د چین هیواد د ګمرکونو د عمومي ادارې له مرستیال سره و کتل

تیره ورځ د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، ښاغلي احمدالله زاهد، د چین د ګمرکاتو د عمومي ادارې له مرستیال سره رسمي کتنه ترسر

BACK TO NEWS